جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبانو په کابل کې د داعشیانو پر یوه کور عملیات کړي

طالبانو په کابل کې د داعشیانو پر یوه کور عملیات کړي

تاند (سې شنبه، د دلوې ۲۵مه) د طالبانو د حکومت ویندوی د کابل ښار په کارته نو مېنه کې نښته تاییدوي او وايي چې په لړ کې یې د داعش یو شمېر جګړه مار وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د دوی امنیتي ځواکونو د داعش پر یوه پناهځای عملیات کړي دي:

د سیمې څو اوسېدونکو تاند ته وویل چې له څو چاودنو وروسته پر له پسې ډزې اوري.

طالب ځواکونو سیمه کلابنده کړې او ادعا کېږي چې طالبانو لږترلږه ۱۰ داعشیان وژلي او یو تن له څو ښځو سره په یوه کور کې ژوندي نیولي دي.

طالبانو د دې عملیاتو په ترڅ کې د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...