Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان سره د افغانستان د اورپټلۍ د ساتلو دوه کلن تړون وشو

ازبکستان سره د افغانستان د اورپټلۍ د ساتلو دوه کلن تړون وشو

تاند:( دوشنبه، د دلوې پينځه ويشتمه)‏ د طالبانو د حکومت يوه پلاوي له ازبکستان سره د حيرتان-مزارشريف د اورګاډي کرښې د ساتنې لپاره دوه کلن تړون لاسليک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې ازبکستان د روانې میاشتې په پیل کې د لسو ورځو لپاره عملیات وځنډول.

د طالبانو چارواکو تایید کړه چې د اورګاډي پټلۍ د ساتنې نوی تړون ازبکستان ته د دوی د پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شو.

د تېر کال په وروستیو کې افغانستان له یوه قزاقستاني شرکت سره د دغې کرښې د ساتنې او مدیریت تړون لاسلیک کړ، خو دغه تړون د نا معلومو دلايلو له مخې لغوه او پر ځای یې له ازبکستان سره نوی تړون لاسلیک شوی.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ لپاره د طالبانو عمومي رییس بخت الرحمن شرافت وايي، قزاقانو پر خپلې هوکړې عمل نه و کړی.

د هغه په وينا،‌ ازبکستان ورسره ياد شوی تړون په تخفيف او ښو شرايطو لاسليک کړی دی.

په همدې حال کې د ازبکستان یوه چارواکي ویلي چې دوی به له افغانستان سره د دې کرښې د غځولو په برخه کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

جمشید بابا قل وویل:«له افغان پلاوي سره د خبرو په پایله کې موږ موافقه وکړه چې له افغان حکومت سره به له پاکستان سره د اورګاډي د کرښې د غځولو په برخه کې همکاري وکړو.»

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د افغانستان او ازبکستان په اړيکو، په خاص ډول په اقتصادي برخه کې د پراختيا خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...