دوشنبه, مې 6, 2024
Home+تیارخواره| عزیزالله انیس

تیارخواره| عزیزالله انیس

     د برېښنا کمښت، دوامداره جګړو او د ثبات نشتون پانګولو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. محدود شمېر کارخونې فعالې دي چې په کې یو تعداد کاریګر په کار بوخت دي. حاکمو دولتونو هم د اقتصادي ستونزو له امله ونشو کولی چې لویې پروژې په لار واچوي، څو خلک ته کار پیدا کړي. د دې ترڅنګ وچې دښتې او تر ځمکې لاندې بند ذخایر هغه څه دي چې په کور دننه یې کاري فرصتونه کم کړي.

     طبعي ده چې په داسې یو حالت کې هره کورنۍ هڅه کوي چې د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو په خاطر یو کس خارج ته ولېږي. زموږ په سیمه کې د ګڼو کورنیو روزي له خلیجه راځي، تازه په تازه یو شمېر ځوانانو غربي هېوادونو ته هم مخه کړې. دلته بختورې کورنۍ هغه دي چې په خارج یو کس لري، هغوۍ چې نه یې لري، هڅه کوي چې ځمکه خرڅه، پټی ګرو، پیسې پور… خو زوی یا ورور خارج ته ولېږي.  دا یوازې افغانان نه دي، بلکې د جنوبي اسیا ګڼ وګړي په نورو هېوادونو کې د مسافرت شپې او ورځې تېروي.

     په وطن کې د هر چا په خوله همدا خبره ده چې کار نشته، خو هغوۍ چې یو ګوله روزي په کور کې په ارامه ورسېږي، تر ټولو ډېرې چېغې هغوۍ وهي. کومې کورنۍ چې په خارج کې یو/ دوه تنه مسافر ولري، نو په کور پاتې کارینده ځوانان یې یوازې له بازاره سودا راوړي او د کلي په مړ ژوندي کې ولاړ وي، نور خیر او خلاص.

     کاش! په هر کور کې یو کس همدا شان وای او نور ټول په خپلو کارونو بوخت وای؛ خو نه، هغه کورونه چې مسافر یې په خارج کې وي، په وطن کې د پاتې ځوانانو یې کار کولو ته ملا نه ټيټېږي. تر ډېره مسافر هم دې ځوانانو ته د کار اجازه نه ورکوي، دوۍ ورته وایي چې ته څومره په وطن کې ګټې، هغومره زه ډېرې په اسانۍ په خارج کې ګټلی شم. دوۍ فکر کوي چې په دې طریقه زه خپل زوی او ورور ته قدر او استراحت ورکوم، خو نه؛ دوۍ له هغه سره په دوه ډوله ظلم کوي.

     لومړی خو دا چې کار کولو خپل یو خوند لري، له کاره ډېر خوند بیا هغه وخت وي چې کله د کار نتیجه وګوري او ته د کار په پای کې تفریح وکړې. دغه وزګار ځوانان چې ټول عمر یې په لډو، پرو، کرېکټ، فوټبال، پیتاوي مجلس او بنډارونو کې تېر کړی، له تفریح څخه خوند نشي اخیستلی. خوند هغه وخت کوي چې له یو سخت کار وروسته رخصت او تفریح وکړې.

     دویم دا چې دوۍ خپل قریبان ناراسته روږدي کړل. دوۍ له هېڅ ډول سختیو او فشارونو سره عادت نشول. کله یې چې مسافر له ګټې وغورځېږي او یا یې ګټه ده ته فایده نکوي، نو د ده ژوند ډېر په مشکله تېرېږي.  که له لږ مشکل سره هم مخ شي، نو ژر ماتې مني او زړه یې ماتېږي. دوۍ چې ټول عمر د بل ګټلې خوړلې، نو د مشکل په وخت هم تمه لري، چې باید یو بل څوک یې وژغوري؛ که یې ونه ژغوري، نو ګیلمن وي.

     هغه کورنۍ چې اقتصادي وضیعت یې نسبتن ښه دی، ښه به وي چې خپلو بې رزوګاره ځوانانو ته په وطن کې د کار کولو زمینه برابره کړي. هم به یې له جنجالونو په امان وي او هم به یوه اندازه ګټه کوي. له بلې خوا به له دوۍ سره سره یو شمېر نور بې روزګاره ځوانان هم په کار بوخت شي. موږ چې کله خوار شو، نو په اوه کلن ماشوم هم ګټه کوو، خو چې یوه ګوله ډوډۍ په کور کې تیاره رارسېږي، نو پښه په پښه ورته واړوو.

عزیز انیس

۱۴۰۱/۱۱/۱۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب