پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په دې ورځ وروستی شوروي پوځي له افغانستانه ووت

په دې ورځ وروستی شوروي پوځي له افغانستانه ووت

تاند- له نن څخه ۳۵ کاله پخوا د ۱۹۸۹ م کال د فبرورۍ په ۱۵ مه د جنرال بوریس ګروموف په مشرۍ د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وروستۍ ډلګۍ د حیرتان بندر له لارې له امو سینده واوښته او د افغانستان اشغال پای ته ورسېد.

شوروي اتحاد، چې د ۱۹۷۹ م کال د دسمبر په ۲۴ مه (د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې په ۶ مه) یې پر افغانستان یرغل پیل کړی و، د جینیوا له موافقې سره سم د ځواکونو د ایستلو بهیر په یوه کال کې بشپړ کړ.

د روسیې دفاع وزارت له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو له ۳۵ کالیزې سره هممهاله اعلان وکړ چې د افغانستان جګړې ته د پخواني شوروي اتحاد ۶ لکه ۳۰ زره پوځیان استول شوي وو چې له دې ډلې ۵ لکه ۴۶ زره په مخامخ جګړه کې ښکېل وو.

دغه وزارت همداراز ویلي چې له دوو لکو ډېرو سرتېرو ته په افغان جکړه کې د مېړانې او زړورتیا مډالونه او نښانونه ور کړل شوي دي.

په افغانستان کې د پخواني شوروي د لښکرو د نژدې یوې لسیزې یرغل په ترڅ کې شاوخوا یو میلیون افغانان او لږ تر لږه ١۴ زره شوروي سرتیري ووژل شول او تر ۵۰ زره ډېر نور شوروي پوځیان ژوبل شول. دې جګړې شاوخوا یو ملیون افغانان ټپیان او اکثره د تل لپاره معیوبان کړل.

د شوروي اتحاد د یرغل له کبله ملیونونه نور افغانان ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شول. د افغانستان اکثره کلي له خاورو سره خاورې شول، د پرمختګ بهیر ودرېد او د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو لاسوهنو او سو استفادې ته لار پرانیستل شوه چې تر اوسه یې چا مخه ونه نیولی شوه.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې پای زموږ په هیواد کې د یوې بلې جګړې پیل و. د سرو لښکرو له وتلو دوه کاله وروسته مجاهدین بریالي شول او څوډیر ژر په افغانستان کې د کورنۍ جګړې اور بل شو چې په نتیجه کې یې لا نور افغانانان ټپیان او ووژل شول او زیات شمیر نور مهاجر شول.

د راپورونو له مخې، کله چې د شوروي ورستنى افسر جنرال بوريس ګروموف له امو سینده تېرېده، شا ته يې ونه کتل.

دغه پوځي جنرال له افغانستانه د وتلو د مهال خپله خاطره داسې بيانوي: ((زه وروستى شوروي سرتېرى وم، چې له افغانستانه ووتم، په وروستيو شېبو کې مې په خپل ځان کې لويه تشه محسوسوله؛ ځکه په مخکې مې توره او ګونګه راتلونکې وه او شا ته مې خالي او په اوبو لاهو ماضي ليدله.))

د شوروي اتحاد د یرغل د سرومال تاوانونه بې شمېره دي خو د افغانستان لپاره د دې یرغل تر ټولو بده نتیجه ښايي دا وي چې د افغانستان د وجود ازلي دښمنانو ته یې د لاسوهنې لار پرانیسته او یو ملت یې په داسې افراطیت اخته کړ چې ښايي ۳ لسیزې نور هم ورڅخه خلاص نه شي.

3 COMMENTS

  1. پدې ورځ ( د نومبر ۱۵ مه ۱۹۸۹ کال ) ووت او که د ۱۹۸۹ کال د فبروری پر ۱۵ مه ووت؟
    فقط د شوخی پتوګه وایم:
    ” زموږ بیخی تلوار دئ ننوتلو او وتلو ته.
    درې میاشتی به نور هم وخت ورکو دې ناځوانه ژیړ پوځ ته”.

  2. د وتلو او ننوتلو مقدمه:
    چپچکش مړ چکش او دروغجن چکش ووت، نه روټی شوه نه مکان نه کالی شول او نه ستوان نه لینن شو خوشاله او نه دالعنتی استعمار شو برحاله . کړکیچ یې پرېښود دوامداره داقوت وه دهربې وجدانه . تاریخ ورباندې شرمیږی له واره
    افغان ولس یی کړ ډیر تباه او لالهانده هرڅوک پو هیږی چې دروغجن ،سخیف سوسیالیزم او کمونیزم ول جنایت کاره
    داپه هېڅ فرهنګ کې هویت نه لری بدل او اهل بدل انسانیت نه لری.
    بی بی سی ورته نغاره وهله له ورایه امپریالیزم راغی په هوس او په کراره فریدم فایترز شول بی شماره فاتح او نافتح برنامی شوې په هر لاره هرج او مرج انډوخر شو بې حسابه خوچکش چپچکش مړشو او له جګړې شو بیزاره!
    دوی به هورا ویل غریب او زحمتکشان ویل بزګران او کارګران ویل خو چېرې ول داټول په لاره او هواره؟
    استعمار او استعباد دوه ورونه دی دیوې لارې ملګری او ارمونی دی مهمه نه ده دچا لخوا په کوم نوم اوغورځنګونو دی
    روس ووت اوس پښیمانه دی قوی دی او که بې قوته خو کمونیست او شرمنده حاله دی. ڼړۍ چل وکړ له افغانانو سره سیاسی سازش په جګړه ماروسره برهان ستمی لاړ ماسکوته له پرچمیانو سره کار خراب شو له همغه وخت په بګیر اوًنماند سره دبن مجهو له بی قاعده معادله جوړه شوه کرزی په کې را پیدا او کیسه نوره هم په بېړه شو.
    نو ځکه ورته امپریالیزم پکه وهله لکه پاکستانی پکه کږه وږه تاویده خو په حقیقت کې یې دوکه وهله کرزی هم واشنګتن ته سترګک واهه دهندوانو په چم اوعبرت واهه لوی خاین دملت په دقت واهه!!!

  3. سلامونه،
    له ۱۹۸۹ نه تر اوسه ۳۵ کاله تیر دي نه ۳۴!!. دغ. حضرت ورور خبره اعداد صحيح لیکئ!
    ایکاش ،شورویانو او داخلي رفیقانو ېې د تیل او ګاز څاګانې نه مهرو لاک کولای؛ قومی تفرقې ېې نه اچولای او یو څو د اوبو بندونه ې جوړ کړي وای؛اوس به اسلامي اَ، برق او بجلۍ له ربانییستان، دوستمستان او ډیزلی تاریخ ګذشته ژنراتورونه له اسماعیل خان!ایستان او فستان نه نه واردولی!!
    او دا جنرال ګروموف خو به همهاغه نه و چې له مهم کس سره ېې د بعد النجیب قرارداد په پټه امضا کړی و؟او غوښتل ېې ټولې ورځې له دوه شمبې قربان کړي!!
    زموژ کښتۍ ېې ډوبوله +- خپل دریاب ې طوفاني سو
    خبرې ډېرې دي خو د خبرو سر یو دی!
    باقي خاتمه دې په خیر وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب