Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وايي، د افغانستان د لارو بندېدو ۱.۴ میلیارده ډالر زیان وراړولی...

پاکستان وايي، د افغانستان د لارو بندېدو ۱.۴ میلیارده ډالر زیان وراړولی دی

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۴ مه) پاکستاني چارواکي وایي، له افغانستان سره د د لارو بندېدو او د سیمې په ترانزیتي لارو کې د ګډوډۍ له امله د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ ته تر ۱.۴ میلیاردو ډالره ډېر زیان اوښتی دی.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۱مې نېټې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نژدې درېدلې ده. پاکستاني چارواکي وایي، افغانستان ته د دوی صادرات د روان کال تر اپرېل میاشتې یوازې ۸۵.۶ میلیونو ډالرو ته راټیټ شوي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې د دوی سوداګري شاوخوا ۸۱۸ میلیون ډالره وه.

راپور زیاتوي چې د لارو د بنېدو له امله له ۷۵۰۰ څخه ډېر کانتینرونه په بندرونو او سرحدي دروازو کې بند پاتې شوي او د درملو، سیمنټو، تراکټورونو، موټرسایکلونو، خوراکي تېلو او نورو توکو صادرات یې اغېزمن کړي دي.

تېر کال پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې په یو اړخیز ډول بندې کړې او وروسته د طالبانو حکومت هم اعلان وکړ، تر څو چې پاکستان کلک ضمانت نه وي ورکړی چې په هیڅ پلمه به لارې نه بندوي، افغانستان له پاکستان سره هیڅ راز سوداګري نه کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د ترانزتي لارو ستونزو د منځنۍ اسیا هېوادونو، لکه ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغیزستان ته د پاکستان مخه نیولې ده.

په همدې حال کې د فارس خلیج په سیمه کې وروستیو کړکېچونو د سمندري او هوايي لېږد رالېږد پر بهیر هم اغېز کړی او د خلیجي هېوادونو بازارونو ته د پاکستان صادرات کم شوي دي.

پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې که سیمه‌ییزه بې‌ثباتۍ دوام وکړي، د صادراتو د لا کمېدو او د سلګونو میلیون ډالرو نورو زیانونو احتمال هم شته.

د دې ستونزو د حل لپاره پاکستان د سوداګریزو چارو د همغږۍ ځانګړی میکانیزم جوړ کړی، د بار وړونکو الوتنو د زیاتولو هڅې کوي او د خپلو صادراتو یوه برخه یې د سیمې بدیلو بندرونو ته لېږدولې ده.

راپور همداراز وایي چې پاکستان د افغانستان له پولې د تړل کېدو د اغېزو د کمولو لپاره د ایران له لارې منځنۍ اسیا ته د ترانزیتي لارو کارول زیات کړي او زرګونه باروړونکي موټر له همدې لارې تګ راتګ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...