Home+له ورزش وروسته د عضلاتي دردونو لاملونو په اړه د نویو او...

له ورزش وروسته د عضلاتي دردونو لاملونو په اړه د نویو او پخوانیو طبي نظریو پرتلنه

 فارمسست حبیب الله بختیال

د طبي علومو په ګډون ټولو برخو کې ورځ تر بلې پرمختګونه روان دي، چې دغو پرمختګونو څخه باید هر مسلکي کس ځان خبر کړي او د نویو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره اړوند علمي سرچېنې مطالعه کړي، چې دې سره به له یو لوري د ناروغیو مخنېوی په آسانۍ سره شوی وي او بلخوا به په کم لګښت د انتخابي یا ټاکلي نوي درملیزې تګلارې کارونې سره کم وخت کې درملنه په آسانۍ سره شوې وي.

کله چې د لومړي ځل لپاره او یا له مودې وروسته د ورزش بیا پیل سره لنډ مهاله عضلاتي دردونه پیدا کیږي، چې دې دردونو ته Delayed Onset Muscle Soreness (DOMS) وايي. دا تېریدونکی یا ګذري حالت دی او بېرته دردونه ښه او نورمال کیږي. په دې اړه مخکېنی یا پخوانۍ طبي نظر دا ؤ چې د ورزش په لومړیو کې عضلاتي دردونه د بدن حجراتو کې د انرژۍ سوزیدو اړوند میکانیزم بهیر کې د لکتیک اسیدونو راغونډیدو یا پاتې کېدو له امله رامنځته کیږي. خو اوسنیو نویو طبي څېړنو ثابته کړه؛ کله چې شدید ورزش پیل یا ترسره شي او عضلې کافي اکسیجن ونه لري، نو ګلوکوز د Anaerobic Glycolysis له لارې تجزیه کېږي او Lactate (لکټېټ) تولیدېږي، چې لکټیټ عموماً د ورزش له ختمېدو وروسته په لنډ مهال کې له عضلاتو او وینې څخه پاکېږي، ځکه د لکټیټ میکانیزم همداسې دی، چې لکټیټ په لنډ مهاله توګه وي او د اوږده مهال لپاره نه پاتې کیږي، چې څو ورځني دردونه رامنځته او ستونزه ځنډنۍ کړي.

د اوسنیو فزیالوژيکو نظریو له مخې د لکټیک اسید پورته پخوانۍ نظریه رد شوه، ځکه اوسنیو نویو څېړنو دا ثابته کړه، چې (DOMS) د بدن عضلاتي جوړښتونو کې د فایبرو کوچني ټپونه د لومړي ورزش پیل له امله رامنځته کیږي، چې دردونه رامنځته کوي، دغه راز دغه حالت کې بدن التهابي غبرګون هم رامنځته کیږي، چې دردونه رامنځته کوي. پر دې سربېره د ورزش پر مهال چې کومې کوچنۍ زیانمنېدنې رامنځته شوې دي، نو د عضلاتو د نسج بیا ترمیم پروسو پیل هم د دردونو رامنځته کوي.

نو ویلی شو، چې له ورزش وروسته درد د لکټیک اسید د تجمع له امله نه رامنځته کېږي، ځکه لکټیک اسید یوازې د ورزش پر مهال د عضلاتو سوځېدنه او لنډمهاله ستړیا رامنځته کوي، خو د ورزش له پیل څخه ۱–۳ ورځې وروسته عضلاتي درد (DOMS) د عضلاتي فایبرو د کوچنیو ټپونو او التهابي غبرګون له امله وي او دغه راز لکه پورته چې یې یادونه وشوه د ترمیم پروسې بیا پیل او د عضلي نسجونو ترمیم پروسې شروع کېدو له امله رامنځته کیږي. چې دا نظریه د سپورټس مېډیسن نویو فیزیولوژیکو څېړنو ثابته کړې ده.

د طبابت ټولې برخې ورځ تر بلې د پرمختګ او نویو بدلونونو حال کې دي، چې هر مسلکي کس که په لوړه تخصصي کچه وي او که په ټیټه کچه، ټول باید ترې ځان خبر کړي او دا د اوسني عصر یوه مهمه اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...