Homeخبرونهپه یوه ګڼ ګوله سیالۍ کې انګلیستان د نړیوال جام درېیم مقام...

په یوه ګڼ ګوله سیالۍ کې انګلیستان د نړیوال جام درېیم مقام له فرانسې وګوټ

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) د فوټبال نړیوال جام د درېیم مقام لپاره په سیالۍ کې انګلستان فرانسې ته ماتې ورکړه او درېیم مقام یې خپل کړ.

دا لوبه د امریکا د میامي په لوبغالي کې وشوه. دا سیالي له دې کبله ډېره په زړه پورې وه چې ډېر ګولونه پکې وشول. انګلیستان ۶ او فرانسې ۴ ګولونه ووهل.

د انګلستان لوبغاړي د خپل کپتان هري کین په ګډون له اوو بدلونونو سره میدان ته راووتل.

 انګلستان له لومړیو شېبو چټکه تهاجمې لوبه پیل کړه او ډېکلن رایس د لوبې په درېیمه دقیقه لومړی ګول وواهه، چې فرانسوي لوبغاړي یې تر فشار لاندې راوستل.

که څه هم فرانسې د ګول د جبران لپاره څو بریدونه وکړل، خو د انګلستان ګول‌ساتونکي ښه دفاع وکړه او د ګول مخه یې ونیوله.

انګلستان، چې نه یې غوښتل د نیمه پایلوبې تېروتنې تکرار کړې، له مخکې کېدو وروسته هم تهاجمي لوبه روانه وساتله. کونسا په ۱۸مه دقیقه، بوکایو ساکا په ۳۷مه دقیقه او بیا د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې یو بل ګول وواهه، چې د لومړۍ نیمایي پایله یې ۴-۰ کړه.

په دوهمه نیمایي کې فرانسې بله څېره لرله. کیلیان امباپې لومړی ګول وکړ، وروسته بارکولا دوهم ګول وواهه او بیا امباپې د خپلې لوبډلې درېیم ګول هم ثبت کړ.

وروسته انګلستان ته پنالټي ورکړل شوه او ساکا له هغې څخه په ګټې اخیستنې خپل درېیم ګول (هېټ‌ټرېک) بشپړ کړ او د انګلستان پنځم ګول یې هم ثبت کړ. د فرانسې لپاره عثمان ډیمبېلې څلورم ګول وکړ.

د لوبې په وروستیو شېبو کې جوډ بېلینګهم د انګلستان شپږم ګول هم وواهه او لوبه د ۶-۴ په پایله د انګلستان په بري پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې دا د فوټبال نړیوال جام په تاریخ کې د درېیم مقام په سیالیو کې د ډېرو ګولونو نوی ریکارډ هم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر “غازي سردار” د صفیې حلیم زیار | غني حسن

لنډه یادونه: (څه وخت مخکي کندهار کي د ( استعمار پر وړاندي د میرویس نیکه د مبارزې او پاڅون ۳۲۰مي کالیزې اړوند علمي او څېړنیز...