تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ که) ملګرو ملتونو او د بشري حقونو څار سازمان (HRW) خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د بودجې د سخت کمښت له امله په افغانستان کې بشري ناورین ورځ تر بلې ژورېږي، او مرستندویې ادارې اړې شوې چې د خوراکي مرستو پروګرامونه کم کړي، چې له امله یې میلیونونو افغانانو ته د لوږې جدي خطر پېښ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، روان کال به له ۱۷ میلیونو څخه ډېر افغانان له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخامخ وي، او کابو ۲۲ میلیونه کسان به بشري مرستو، لکه خوړو، روغتیايي خدمتونو او د ساتنې خدماتو ته اړتیا ولري. ښځې، ماشومان، بېځایه شوي خلک او بېرته راستانه شوي کډوال د دې بحران تر ټولو ډېر اغېزمن شوي کسان دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د غبرګون پلان تر جون میاشتې پورې یوازې له ۲۰ سلنې څخه کمه بودجه ترلاسه کړې، چې له امله یې ګڼو مرستندویه بنسټونو د خوړو وېش، روغتیايي پروګرامونه او نور حیاتي خدمات محدود کړي یا درولي دي.
مرستندویې ادارې وایي، د مرستندویو هېوادونو د مالي ملاتړ کمېدا، په ځانګړي ډول د امریکا د بشري مرستو کمېدا، د مرستو عملیات په داسې وخت کې سخت کمزوري کړي چې اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، خراب اقتصادي وضعیت ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي. هغې د افغانستان له بېلابېلو سیمو سره د مرکو پر بنسټ ویلي، ډېری میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته کافي خواړه نه شي برابرولای او ډېرې کورنۍ د خپل ورځني خوراک لپاره د ګاونډیانو مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان همداراز خبرداری ورکړی چې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې پنځو میلیونو افغان کډوالو بېرته راستنېدو پر هغو ټولنو لا زیات فشار راوستی چې له وړاندې له بېوزلۍ، اوږدمهاله وچکالۍ، بېکارۍ او کمزورو عامه خدماتو سره مخ وې.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د بشري مرستو په ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونو هم د مرستو رسونه لا ستونزمنه کړې، په ځانګړي ډول هغو کورنیو ته چې مشري یې ښځې کوي او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري.
افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه ګڼل کېږي. دغه هېواد د اقتصادي سقوط، اقلیمي بدلونونو، د نړیوالو مرستو د کمېدو او هغو محدودیتونو له ګډو اغېزو سره مخ دی چې عامه خدمات او بشري مرستې یې کمزورې کړې دي.
ملګرو ملتونو او بشري بنسټونو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که بیړنۍ نوې مالي مرستې برابرې نه شي، نو میلیونونه نور افغانان به له خوراکي مرستو، روغتیايي خدمتونو او نورو حیاتي مرستو بېبرخې شي، چې دا به په هېواد کې لوږه او بېوزلي لا پسې ژوره کړي.