تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) ) د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام د پایلوبې ټکټونو په امریکا کې د بیو نوی ریکارډ جوړ کړی. د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ د پایلوبې ټکټونه د سپورټ په تاریخ کې تر ټولو ګرانه ټکټونه شمېرل کېږي.
د راپورونو له مخې، د نیویارک د میټ لایف لوبغالي د پایلوبې ټکټونو بیې د امریکا د ورزشي سیالیو په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.
د ټکټونو د پېر او پلور د یوه مشهور پلېټفارم د معلوماتو له مخې، د پایلوبې د بیا پلور (Resale) د یوه ټکټ نتوسطه بیه ۱۱ زره او ۳۲۷ امریکایي ډالرو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۴ کال د سوپر باول پخوانی ریکارډ، یعنې ۹ زره او ۴۱۱ ډالر هم ماتوي.
راپورونه وایي، د پایلوبې تر ټولو ارزانه ټکټ هم په ۷ زره او ۴۵۱ ډالرو پلورل کېږي، او د دوو څوکیو بیه نژدې ۵۶ زره او ۹۵۸ ډالرو ته رسېدلې ده.
د شمېرو له مخې، د دې سیالۍ تر ټولو ګران ټکټ په ۱۱۶ زره او ۴۶۲ امریکایي ډالرو پلورل شوی، چې د امریکا د سپورټ په تاریخ کې تر ټولو له قیمتي ټکټونو څخه ګڼل کېږي.
بل لور ته، د نیویارک او نیوجرسي چارواکو د ټکټونو د لوړو بیو، د پلور د څرنګوالي او د خلکو د شکایتونو په اړه رسمي څېړنې پیل کړې دي.
ټاکل شوې ده د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام پایلوبه یکشنبې په ورځ (جولای ۱۹ مه) د نیویارک په میټ لایف لوبغالي کې د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ ترسره شي.