درېيمه برخه:
ليکنه: حموده محمد محمد
ترجمه: تاند انديش
اجل، برخلیک او الهي سنن: ایا انسان خپل تقدیر بدلولی شي؟
شاید له هغو پوښتنو څخه چې د انسان په وجدان کې ډېر حضور ولري، له هغه وخته چې خپل سر یې د لومړي ځل لپاره اسمان ته پورته کړ او له ځانه یې د خپل شتون د راز او برخلیک په اړه وپوښتل، یوه داسې پوښتنه ده چې په بېلابېلو پېړیو کې په بېلو الفاظو مګر په یوه مانا تکرارېږي: ایا زه یوازې هغسې ژوند کوم چې ما ته لیکل شوی دی؟ که زه هم د خپل راتلونکي په جوړولو کې برخه لرم؟ او ایا انسان کولای شي خپل تقدیر بدل کړي؟
دا پوښتنه په ښکاره ساده ښکاري، مګر په حقیقت کې د تر ټولو سترو انساني مسایلو د یوځای کېدو پر ټکي ولاړه ده: ازادي، مسؤلیت، عدالت، وخت، غیب او د انسان و د هغه د رب ترمنځ اړیکه.
کله چې موږ قرآن ته مخ کړو، نو وينو چې هغه يو داسې ځواب نه وړاندې کوي چې جدلي/مناظره ييز وي، بلکې یو داسې بشپړ لیدلوری وړاندې کوي چې انسان د تاریخ په حرکت کې یو اغېزناک غړی ګرځوي، پرته له دې چې دی د هغو الهي سننو (قوانینو) له واک څخه وباسي چې پر کايناتو حاکم دي.
لومړی: په قرآن کې د «قدر» مانا څه ده؟
کله چې ډېری خلک د “قدر” کلمه اوري، نو ذهن ته یې د هغه حتمي برخلیک مانا راځي چې بدلول یې ممکن نه دي. مګر قرآن د قدر لفظ په خورا پراخه او ژوره مانا کاروي. ځکه قدر په خپل جوهر کې “اندازه کول (تقدیر)” دي. یانې د شیانو اېښودل په خپلو دقیقو اندازو کې دي. الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ﴾ [القمر: ۴۹]. بل ځای فرمایي: ﴿وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا…﴾ [فصلت: ۱۰]. او فرمایي: ﴿وَكُلُّ شَيْءٍ عِندَهُ بِمِقْدَارٍ﴾ [الرعد: ۸].
نو دلته قدر د جبر په مانا نه دی، بلکې د نظام په مانا دی. د اسبابو (وسایلو) د له منځه وړلو په مانا نه دی، بلکې د اسبابو د رامنځته کولو په مانا دی. دا هغه قانون دی چې د کايناتو حرکت پرې تنظیمېږي، لکه څنګه چې د ستورو، سیارو او د فصلونو حرکت پرې تنظیم شوی دی.
دویم: الهي سنن… هغه (ژبه/لسان) چې کاينات پرې خبرې کوي
له هغو سترو قرآني مفاهیمو څخه چې په ډېرو کلامي مناظرو او بحثونو کې ورک وو، د “سنن” (قوانینو) مفهوم دی. ځکه قرآن نړۍ د ناڅاپي او بې ترتیبه پېښو د یوې لړۍ په توګه نه وړاندې کوي، بلکې د یوې داسې نړۍ په توګه یې وړاندې کوي چې ثابت قوانین ورباندې واکمن دي. الله تعالی فرمایي: ﴿فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا…﴾ [الفاطر: ۴۳]. او فرمایي: ﴿وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَحْوِيلًا﴾ [الفاطر: ۴۳].
نو الهي سنن هغه قواعد او اصول دي چې الله تعالی د وجود (هستۍ) بنسټ ګرځولي دي. په طبیعت کې سنن دي. په ټولنو کې سنن دي. د امتونو په عروج (پورته کېدو) او زوال (لوېدو) کې سنن دي او د انسان په نفس کې سنن دي. له همدې ځایه موږ پوهېږو چې تاریخ ګډوډي نه ده، بلکې خپل قوانین لري لکه څنګه چې فزیک خپل قوانین لري.
دریم: ایا انسان خپل تقدیر بدلولی شي؟
دلته موږ اصلي او محوري پوښتنې ته رسېږو او حیرانونکی قرآني ځواب دا دی: انسان قوانین (سنن) نشي بدلولی، مګر په قوانینو کې دننه خپل ځای بدلولی شي. کروندګر د بوټي د شنه کېدو قانون نشي بدلولی، اما دا غوره کولای شي چې کښت وکړي او که یې ونه کړي. زده کونکی د زدکړې قانون نشي بدلولی، البته دا غوره کولای شي چې زیار وباسي او که لټي وکړي. ټولنه د پرمختګ قانون نشي بدلولی، خو د پرمختګ یا د سقوط و نړېدو اسباب غوره کولای شي. له همدې امله دا عظيم ایت راغلی دی: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ…﴾ [الرعد: ۱۱]. دا د تمدني شعور په جوړولو کې له تر ټولو مهمو ایتونو څخه دی. ځکه دا په ښکاره اعلانوي چې بدلون تر خارجي شرايطو مخکې له دننه پیلېږي، تر واقعیت مخکې له شعوره او تر چاپیریال وړاندې له انسانه شروع کېږي.
څلورم: د دعا او عمل ترمنځ
ځینې خلک په دوو متقابلو غلطیو کې ښکېل شول. یوې ډلې ګمان وکړ چې یوازې دعا کفایت کوي او بلې ډلې ګمان وکړ چې یوازې عمل کفایت کوي. مګر قرآن دواړه چارې سره یوځای کوي. ځکه دعا د هڅې بدیل نه دی او هڅه د توکل بدیل نه ده. دا دواړه د یوه مرغه دوه وزرونه دي. له دې امله الله د اسبابو د خپلولو، د دعا کولو، د تفکر او فکر کولو، د عمل کولو او د توکل کولو امرونه کړي دي.
او عجیبه دا ده چې پخپله پیغمبرانو دا ټول سره یوځای کول. نوح علیه السلام کښتۍ جوړه کړه. موسی علیه السلام له بني اسرائیلو سره د شپې روان شو. مریم علیها السلام د خرما ونه وښوروله. سره له دې چې الله قادر و، چې هغوی له هر ډول سببه بې نیازه کړي. مګر الهي حکمت دا غوښتنه کوله چې انسان په فعل کې برخه وال وي، نه د پېښو نندارچي.
پنځم: اجل د حتمیت او ازمويښت ترمنځ
کله چې قرآن د اجل په اړه خبرې کوي، هغه دوه بشپړونکي شیان سره تړي: د الله هراړخیز او شامل علم او د انسان مسؤلیت. الله تعالی فرمایي: ﴿فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ…﴾ [الأعراف: ۳۴]. نو ټاکل شوی اجل د الله په علم کې ثابت دی. مګر دا د دې مانا نلري چې انسان د خپل ځان د ساتنې له امر څخه معاف دی. نه د طب، تداوۍ او وقایې (مخنیوي) ارزښت له منځه وړي. نه اخلاقي او قانوني مسؤلیت له منځه وړي. همدا وجه ده چې قاتل قاتل پاتېږي. لټ او غافل ټنبلي کونکی پاتېږي او تېری کونکی تېريګر پاتېږي. ځکه حساب کتاب له اختیاري عمل سره تړاو لري، نه د الله له مخکني علم سره.
شپږم: تمدنونه ولې نړېږي؟
يوه ډېره عامه غلطي دا ده چې موږ د امتونو زوال یوازې یوه پټه قضا ګڼو. په داسې حال کې چې قرآن هغه له قوانینو (سننو) سره تړي. ځکه امتونه ناڅاپه نه نړېږي. بلکې هغه وخت نړېږي چې د نړېدو اسباب سره راټول شي او کله چې د عدل تله خرابه شي. فساد په یو کلتور بدل شي. درواغ په یو سیاسي فضیلت بدل شي. علم له صحنې وايستل شي او هغه وخت چې انسان ته پاملرنه ونشي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَتِلْكَ الْقُرَىٰ أَهْلَكْنَاهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا…﴾ [الكهف: ۵۹]. نو هلاکت دلته یوه پایله ده. کوم ناڅاپي او بې ځایه پرېکړه نه ده. دا د هغو تاریخي او اخلاقي سننو ثمره ده چې په چوپتیا سره کار کوي ترڅو خپلې پایلې ته ورسېږي.
اووم: د غیب او خرافاتو ترمنځ توپیر
(ان شاء الله ډېر ژر به په بل ځای کې د غیب په اړه خبرې وکړو ځکه په هغې کې ډېرې ماناوې او داسې هک پک کونکي شیان شته چې څوک پرې نه پوهېږي)
ډېر خطرناک شی چې د مسلمان عقل ته ورپېښ دی، پر غیبو باندې د ایمان او له واقعیت څخه د تېښتې ترمنځ ګډوډي ده. ځکه قرآن پر غیبو باندې د ایمان بلنه ورکوي. مګر په ورته وخت کې د واقعیت د مطالعې بلنه هم ورکوي. په اسبابو کې د تفکر، په ځمکه کې د ګرځېدو او په تاریخ کې د نظر کولو بلنه هم لري. نو غیب د عقل د پرېښودلو لپاره پلمه نه ده. بلکې یو داسې افق دی چې عقل ته د هغه بریدونه (حدود) وریادوي. له انسان څخه دا نه غوښتل کېږي چې په هر څه پوه شي. بلکې دا غوښتل کېږي چې په هغه څه عمل وکړي چې د پوهېدو وس یې لري.
اتم: انسان د خپل اخلاقي برخلیک جوړونکی دی
کېدای شي انسان د خپلې زېږېدنې وخت غوره نه کړي، نه د خپل بدن بڼه، نه خپله کورنۍ او نه خپل ډېر شرایط. مګر قرآن دی د هغو شیانو مسؤل ګرځوي چې له دغو ورکړل شویو مالوماتو څخه یې جوړوي. له همدې امله الله تعالی فرمایي: ﴿كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ﴾ [المدثر: ۳۸]. او فرمایي: ﴿لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ…﴾ [البقرة: ٢٨٦]. نو د انسان اخلاقي برخلیک پر ده تپل شوی نه دی. بلکې د هغه د ورځنیو کوچنیو پرېکړو له لارې صورت مومي چې د وخت په تېرېدو سره په یوه بشپړه لاره بدلېږي.
وروستی غور (تأمل)
دا پوښتنه چې: “ایا زه خپل تقدیر بدلولی شم؟” کېدای شي په حقیقت کې یوه بله ډېره ژوره پوښتنه وي: “ایا زه خپل ځان بدلولی شم؟” قرآن ځواب ورکوي: هو. له همدې ځایه هر څه پیل کېږي. ځکه کله چې انسان بدل شي، د هغه فهم بدلېږي. کله چې د هغه فهم بدل شي، د هغه چلند بدلېږي. کله چې د هغه چلند بدل شي، د هغه واقعیت بدلېږي او کله چې واقعیت بدل شي، د تاریخ حرکت بدلېږي. په دې توګه پخپله الهي سنن پر دې شاهدان ګرځي چې الله تعالی انسان بندي نه دی پیدا کړی، بلکې مسؤل یې ګرځولی دی. هغه یې په یوه تړلې نړۍ کې نه دی ګرځولی، بلکې په داسې یوه نړۍ کې یې ايښی چې د عمل، زدکړې، توبې او ودې لپاره پرانیستې ده.
“پایله” په قرآني لیدلوري کې تقدیر يوه داسې پنجره نه ده چې انسان بندي کړي، بلکې یو داسې نظام دی چې د هغه په وړاندې د مسؤلیت دروازې پرانیزي. الهي سنن د ازادۍ په وړاندې بندیزونه نه دي، بلکې د هغې د کارولو لپاره لازم شرایط دي. اجل تسلمېدلو ته بلنه نه ده، بلکې د وخت د ارزښت وریادول دي او دعا له عمل څخه تېښته نه ده، بلکې د عمل پر مهال د ځواک غوښتل دي.
له همدې ځایه د قرآن ستره له حکمته ډکه تګلاره څرګندېږي: دا چې الله تعالی انسان د کايناتو بادار نه دی ګرځولی او نه یې د کايناتو غلام ګرځولی، بلکې په هغو کې یې امانتدار ګرځولی دی. هغه د الله د هر اړخیز علم، د خپل محدود اختیار او د الله د ثابتو سننو ترمنځ حرکت کوي، ترڅو په خپل شعور او عمل سره هغه پاڼه ولیکي چې د خپل رب د لیدو په ورځ به یې لولي: ﴿وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَىٰ – وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَىٰ﴾ [النجم: ۳۹-۴۰].
څلورمه برخه:
انسان د دوو ارادو ترمنځ: په قرآن کې الهي اراده او انساني اراده
له هغه وخته چې انسان په خپل ځان او شاوخوا نړۍ کې غور کول پیل کړل، د ارادې پوښتنه یوه د ډېرې جدي او حیرانوونکې پوښتنې په توګه پاتې شوې ده: که الله په هر څه پوهېږي، نو زما ازادي چېرته ده؟ که زه ازاد یم، نو د الله مشیت او خوښه څنګه پلي کېدونکې ده؟ که الله پر هر څه قادر دی، نو ولې انسان پرېږدي چې خطا وکړي، ظلم وکړي او کفر وکړي؟ او ایا موږ له هغه څه سره ژوند کوو چې پخپله مو غوره کړي، که له هغه څه سره ژوند کوو چې موږ ته غوره کړل شوي دي؟
دا پوښتنې نوې نه دي، مګر د پېړیو لپاره یې کلامي عالمان، فیلسوفان، صوفیان او مفسرین په ځان بوخت کړي وو، تر دې چې کله ناکله په پېچلو فکري کوڅو او کږلېچونو بدلې شوې؛ مګر قرآن له خپل عادت سره سم، له کږلېچونو څخه کار نه پیلوي، بلکې له حقیقت څخه یې پیلوي.
لومړی: الله د مطلقې ارادې خاوند دی
کله چې قرآن د الله په اړه خبرې کوي، هغه د ټول وجود او کايناتو پر سر د مطلق سلطان او واکمن په توګه وړاندې کوي. نو هیڅ شی د هغه له علم څخه بهر نه پېښېږي، هیڅ شی د هغه له ملک څخه بهر نه وځي او هیڅ شی د هغه له قوانینو څخه نه تښتي. الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ [البقرة: ۲۰.] بيا فرمایي: ﴿إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ﴾ [هود: ۱۰۷.] او فرمایي: ﴿وَاللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ…﴾ [الرعد: ۴۱.]
نو الله د کايناتو برخه نه دی، بلکې د کايناتو خالق دی او د قوانینو تابع نه دی، بلکې پخپله د قوانینو اېښودونکی دی. له همدې امله الهي اراده هغه تر ټولو لوی چوکاټ (اډانه) دی چې ټول وجود په ځان کې رانغاړي.
دویم: انسان د حقیقي ارادې خاوند دی
اما قرآن، په ورته وخت کې، د انسان اراده له منځه نه وړي؛ بلکې هغه ته د یو داسې موجود په توګه خطاب کوي چې د غوره کولو (انتخاب) وس لري. له همدې امله قرآن له امرونو، ممنوعاتو، وعدو او وعیدونو (ګواښونو) څخه ډک دی؛ ځکه که انسان مجبور وای، نو مکلفیت به هیڅ مانا نه لرله. الله تعالی فرمایي: ﴿فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ…﴾ [الکهف: ۲۹.] بل وار فرمایي: ﴿إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا﴾ [الإنسان: ۳.] او فرمایي: ﴿مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا…﴾ [فصلت: ۴۶.]
دا ایتونه د ازادۍ په نوم د کوم وهم په اړه خبرې نه کوي، بلکې د یو داسې حقیقي مسؤلیت په اړه خبرې کوي چې پر حقیقي اختیار ولاړ دی.
دریم: دواړه چاره چېرته سره یوځای کېږي؟
دلته هغه ستونزه راپیدا کېږي چې عقول یې حیران کړي دي. څنګه په یو وخت کې د الله اراده هم پلي کېدونکې وي او د انسان اراده هم حقیقي وي؟ قرآني ځواب د دغو دوو ارادو ترمنځ جګړه نه ده، بلکې د رانغښتلو یوه اړیکه ده؛ ځکه د انسان اراده د الله له ارادې څخه بهر نه ده، اما په هغې کې دننه له منځه تللې او لغو شوې هم نه ده. الله غوښتي دي چې انسان مختار وي، غوښتي یې دي چې هغه ته عقل ورکړي، غوښتي یې دي چې د پرېکړې کولو برخه ورته پرېږدي او غوښتي یې دي چې د هغه څه حساب ترې واخلي چې پخپله یې غوره کوي. نو پخپله ازادي د الهي مشیت یوه برخه ده، نه له هغه څخه وتل.
څلورم: هدايت او ګمراهي
له هغو ځایونو څخه چې تر ټولو ډېر ناسم تعبير شوي دي، د هدایت او ضلالت ایتونه دي. ځینو خلکو هغه داسې وفهمول چې ګواکې الله د ځینو خلکو لپاره پرته له کوم سببه ایمان غوره کوي او د نورو لپاره کفر غوره کوي. مګر کله چې قرآن یو له بل سره یوځای کړای شي، نو یو بل ډول انځور وړاندې کوي. ځکه الله هغه چا ته هدایت کوي چې پخپله د هدایت غوښتونکی وي او د منونکي انسان هدایت نور هم زیاتوي. بيا د هغه چا لپاره د پوهېدو دروازې پرانیزي چې په خپل زړه او عقل ورته مخ کړي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى…﴾ [محمد: ۱۷.] او فرمایي: ﴿وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ﴾ [الرعد: ۲۷.]
اما ضلالت ډېری وخت له مخ اړولو، تکبر او عناد سره تړلې وي: ﴿فَلَمَّا زَاغُوا أَزَاغَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ…﴾ [الصف: ۵]. نو کږېدل (زیغ) لومړی د دوی له لوري راغلل، او بیا د دغه کږېدلو پایله راغله. دلته یو دقیق قرآني سنت څرګندېږي: دا چې الله پر چا ظلم نه کوي، مګر انسان پرېږدي چې د خپلو انتخابونو مېوه پخپله ورېبي (ترلاسه کړي.)
پنځم: د الله علم مجبوريت(اکراه) نه دی
له خورا عامو غلطیو څخه د علم او اجبار (مجبورولو) ترمنځ ګډوډي ده. الله په دې پوهېږي چې انسان به څه غوره کوي، اما د هغه علم انسان پر دغه غوره کولو نه مجبوروي. د لا ښه وضاحت لپاره دا مثال ور کوو: که یو ښوونکی تر ازموینې مخکې تکړه او لټ زده کونکی پېژني، نو د هغه دا پوهه له هغوی څخه هیڅ یو په بریا یا ناکامۍ نه مجبوروي. بلکې دا یوه پوهه ده چې د واقعیت پر لیدلو ولاړه ده. نو بیا د الله د علم په اړه به څه وایو چې هر څه یې په خپل احاطه کې اخیستي دي؟ د الله علم بشپړ کشف دی، نه پر ارادې باندې کوم بندیز.
شپږم: الله ولې د شر اجازه ورکوي؟
دلته عقل یوې ډېرې پېچلې پوښتنې ته رسېږي: که الله پر هر څه قادر دی، نو ولې د ظلم او شر اجازه ورکوي؟ قرآن د ازمويښت (ابتلاء) د فلسفې له لارې ځواب ورکوي؛ ځکه دنیا جنت نه ده او د وروستۍ جزا کور هم نه دی، بلکې د ازمويښت ځای دی. که الله د خطا کولو امکان له منځه وړی وای، نو د فضیلت امکان به یې هم له منځه وړی وای. که د ظلم امکان یې له منځه وړی وای، د عدل مانا به یې هم له منځه وړې وای او که د کفر امکان یې لغو کړی وای، د ایمان ارزښت به یې هم ختم کړی وای؛ ځکه خیر هغه وخت اخلاقي خیر کېدای شي چې د هغه پرېښودل ممکن وي او عدل هغه وخت عدل کېدای شي، چې د ظلم کول ممکن وي؛ مګر بیا هم رد کړای شي.
اووم: ازادي د انسان حدودو کې
سره له دې هم، انسان په بشپړ ډول مطلق ازاد نه دی. د خپلې زېږېدنې وخت نه غوره کوي. نه خپل مور او پلار. د طبیعت قوانین هم نه او نه خپل ډېر شرایط؛ اما په دغو بریدونو کې دننه د پرېکړې یو خورا پراخ ځای لري. دا ځای پخپله د مکلفیت ځای دی. ځکه الله له انسانه د هغه څه حساب نه اخلي چې واک یې نلري، بلکې د هغه څه اخلي چې واک یې لري: ﴿لَا يُكَلِّفُ اللَّهَ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا…﴾ [البقرة: ۲۸۶]. دا ایت د الهي عادلانه نظام له تر ټولو سترو قواعدو څخه دی.
اتم: اراده او انساني کرامت
کله چې موږ په قرآن کې غور کوو، وينو چې پخپله انساني کرامت له اختیار سره تړلی دی. ځکه ملايکه نافرماني نه کوي او حیوان نه مکلف کېږي؛ مګر انسان ته عقل، ازادي او د توپیر کولو وړتیا ورکړل شوې ده. له همدې ځایه د هغه مسؤليت سرچينه اخلي، د هغه مرتبه يې پنځولې ده او د ثواب و عذاب مستحق کېدل یې راغلي دي. نو ازادي یوازې یو بار نه دی، بلکې دا د انسان تر ټولو ستر شرف او ویاړ هم دی.
وروستی غور
ستونزه هیڅکله په الهي اراده کې نه وه او نه په انساني اراده کې، بلکې د دغو دوو ترمنځ زموږ په تصور کې وه. موږ ډېری وخت دا اړیکه داسې تصور کوو لکه د دوو لوریو ترمنځ چې کومه سیالي وي. یا به يې الله ګټي چې په دې سره د انسان ازادي لغو کېږي او یا به يې انسان ګټي چې په دې سره د الله واکمني لغو کېږي؛ اما قرآن یو خورا ژور لیدلوری وړاندې کوي. الله پخپله انسان ته خپله ازادي ورکړې ده. هغه کاينات پر خپلو سننو درولي دي او هغه انسان د خپل انتخاب مسؤل ګرځولی دی. نو دا اړیکه د شخړې او صراع اړیکه نه ده، بلکې د خلقت، مکلفیت او ازمويښت اړیکه ده.
د دې لړۍ لویه پایله
په قضا او قدر، اجل او برخلیک، الهي سننو او انساني اراده کې تر دغه اوږده سفر وروسته، موږ یو داسې جامع قرآني حقیقت ته رسېږو: الله انسان د دې لپاره نه دی پیدا کړی چې د تقدیر بندي وي او نه د دې لپاره چې د تقدیر بادار وي، بلکې هغه یې پر ده باندې یو شاهد پیدا کړی دی. د هغه له سننو څخه زدکړه کوي. د خپلو اعمالو مسؤلیت پر غاړه اخلي او د هغې ازادۍ په فضا کې حرکت کوي چې الله ورپېرزو کړې ده. تقدیر د لټۍ لپاره دلیل نه دی. د ظلم لپاره پلمه نه ده او د تسلمېدلو لپاره توجیه نه ده؛ بلکې دا له عمل سره یوځای پر الله باندې د باور، له هڅې سره د توکل او له مسؤلیت سره د ایمان یو دایمي غږ دی.
په دې توګه عدل له رحمت سره یوځای کېږي، علم له ازادۍ سره. انسان له خپل رب سره د جبر د لارې پر ځای، د شعور او اګاهۍ پر لاره ملاقات کوي. په دې توګه د پوښتنې سفر پای ته رسېږي ترڅو د عمل سفر پیل شي. د مناظرې سفر پای ته رسېږي ترڅو د بصیرت سفر پیل شي او له تقدیر څخه د وېرې سفر پای ته رسېږي ترڅو پر الله باندې د توکل او باور سفر پیل شي.
﴿مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ﴾ [فصلت: ۴۶.]
صدق الله العظيم، وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين!
د دې لیکنې لومړۍ دوې برخې: