ليکنه: حموده محمد محمد
ترجمه: تاند انديش
لومړۍ برخه
د الله په نامه چې خورا مهربان او ډېر رحم لرونکی دی
له هغو سترو مسایلو څخه چې د تاریخ له پیله یې د انسان عقل له ځان سره بوخت کړی و، د قضا او قدر مسئله ده. دا څه عجيبه خبره هم نه ده؛ ځکه انسان د خپل طبعیت له مخې یو داسې موجود دی چې پوښتنه کوي: ایا زه ازاد یم که مجبور؟ او د خیر و شر څه چې پر ما تېرېږي، ایا زما د خپل انتخاب پایله ده که د یو داسې مخکني تقدیر پايله ده چې زه ورباندې هیڅ واک نه لرم؟
شاید د دیني فکر په تاریخ کې تر ټولو لویه غمیزه د پوښتنې په شتون کې نه وه، بلکې په هغو ځوابونو کې وه چې کله ناکله له قرآن څخه بهر جوړ شول او بیا د دین لباس ورواغوستل شو تر دې چې خلکو هغه د وحې اصل وګاڼه.
د قضا او قدر مسئله د ځینو ډلو په وړاندې د حقیقت لټولو د ډګر پر ځای، د فکري او سیاسي شخړو په ډګر بدله شوه. نو بېلابېل متقابل لیدلوري راپیدا شول؛ داسې لیدلوري چې انسان یې بشپړ جبر ته کش کړ، تر دې چې نژدې و، هغه په داسې یوه ماشین بدل کړي چې هیڅ اراده نلري او ځینې نور داسې لیدلوري وو، چې انسان یې بلې غاړې ته داسې کش کړ، چې نژدې وه له کايناتو څخه د الله حکمت او تقدیر بېخي وباسي.
د دغه شورماشور په منځ کې، د قرآن ارام غږ ورک شو. حکمت لرونکی قرآن د قدر په اړه داسې خبرې نه کوي چې ګواکې دا پر انسان باندې یو قید (بندیز) دی، بلکې هغه د یو داسې الهي نظام په توګه یادوي چې پر ټولو کايناتو واکمن دی. الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ﴾ [القمر: ۴۹] (بېشکه موږ هر څه له یوې اندازې (تقدیر) سره پیدا کړي دي.)
نو دلته قدر “جبر” نه دی، بلکې “نظام” دی. مجبورول نه دي، بلکې “تله (مېزان)” ده. د ارادې سلبول نه دي، بلکې یو داسې چاپیریال (چوکاټ) دی چې اراده پکې حرکت کوي. لمر د تقدیر (اندازې) له مخې چلېږي؛ ځمکه د تقدیر له مخې را منځته شوی دی. جاذبه د تقدیر له مخې کار کوي. د انسان بدن د تقدیر له مخې وده کوي او دا ټول له اخلاقي جبر یا د مسؤلیت له منځه وړلو سره هیڅ تړاو نه لري. نو په قرآن حکيم کې قدر د جبر مانا ته د نژدې کېدو پر ځای، کايناتي قانون ته ډېر نژدې دی.
مګر “قضا” بیا د کار بشپړول، محکم کول او نفاذ (اجرا) کولو ته وایي. الله تعالی فرمایي: ﴿فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ﴾ [فصلت: ۱۲] (نو هغه په دوو ورځو کې اووه اسمانونه پوره (جوړ) کړل.) یانې هغه یې بشپړ کړل او خلقت یې محکم کړ. له همدې امله، قضا او قدر د الهي حکمت د نظام دوه اړخونه ګرځي؛ قدر اندازه کول (تقدیر) دي او قضا سرته رسول (اجرا کول) دي.
اما انسان په دغه نظام کې دننه داسې پیدا شوی چې په عقل، شعور او اختیار سره سمبال دی. له همدې امله قرآن د مسؤلیت له خطابه ډک دی: ﴿فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ﴾ [الکهف: ۲۹] (نو څوک چې غواړي ایمان دې راوړي او څوک چې غواړي کفر دې وکړي. ﴿إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا﴾ [الإنسان: ۳] (بېشکه موږ هغه ته لاره وښودله، که شکر کونکی وي او که د کفر لاره نیسي. ﴿كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ﴾ [المدثر: ۳۸] (هر نفس په هغه څه ګرو دی چې ده يې کسب کړی.)
که انسان مجبور وای، نو ثواب او عذاب به هیڅ مانا نه لرله او د الهي عادلانه نظام لپاره به هیڅ مفهوم پاتې نه وای؛ ځکه عدل یوازې پر ازادۍ ولاړ وي، مسؤلیت یوازې پر اختیار ولاړ وي او جزا (بدله) یوازې پر داسې یو عمل وي چې پرېښودل یا کول یې د انسان په لاس کې وي. له همدې امله تاریخي جبریه ډله په یوه ستره اخلاقي معضله کې بنده شوه، کله چې یې انسان د داسې یوې ارادې پلي کونکی بالی چې د هغې د ردولو واک یې نه درلود او بیا یې د هغه څه پړه ورباندې واچوله چې د دفع کولو وس یې نه درلود.
له بلې خوا، ځینې قدري لیدلوري په مقابل لوري کې افراط ته لاړل، حتی نژدې وه انسان له الهي حکمت څخه بیخي خپلواک (مستقل) وګڼي؛ مګر قرآن اصلاً دا ډول جګړه او شخړه نه پېژني. د قرآن حکيم له مخې انسان په خپل اختیار کې ازاد دی، مګر له (کايناتي) سننو څخه خپلواک نه دی. د خپل عمل مسؤل دی، اما له کايناتي نظام څخه بهر يو کوچنی خدای نه دی او د داسې یوه کښتۍ چلوونکي په څېر دی چې د خپلې کښتۍ لوری په ازادۍ سره ټاکي، مګر د سمندر او بادونو قوانین نشي لغو کولی. دلته د ازادۍ او نظام ترمنځ تعادل (انډول) رامنځته کېږي.
د افسوس خبره ده چې د قضا او قدر مسئله یوازې یوه فکري مسئله پاتې نشوه، بلکې د اسلامي تاریخ په ځینو پړاوونو کې په یوې سیاسي وسیلې بدله شوه. ځینو واکمنو “جبريت” د ظلم په وړاندې د اعتراضونو د غلي کولو يوه غوره وسله وموندله، که به مظلوم شکایت وکړ، ورته ویل کېدل به: دا د الله تقدیر دی. که به خلکو د استبداد پر وړاندې اعتراض وکړ، ورته ویل کېدل به: دا د الله مشیت دی او که به وینې توې شوې، ویل کېدل به: که الله غوښتي وای، دا به نه وای توی شوې. په دې توګه قدر د ارامۍ او سکون د سرچینې پر ځای، د شعور د بېهوښه کولو په وسیلې بدل شو او د انسان د ازادولو د پیغام پر ځای، د هغه د تابع کولو په وسیلې واوښت.
ځینې مذهبي ډلې هم له دغه سیاسي کار اخیستنې څخه لرې نه وې. کله ناکله کلامي افکار د شته واکمنۍ د توجیه کولو، یا یو تحمیل شوي واقعیت ته د مشروعیت ورکولو، یا تر مذهبي پوښښ لاندې د اپوزیسیون (مخالفینو) د مجرم ګڼلو لپاره وکارول شول. هغه وخت اختلاف تل د حقیقت د لټون لپاره نه و؛ بلکې په ډېرو مواردو کې د واک او نفوذ د شخړو یوه غځېدلې برخه وه.
اما قرآن حکيم ټول یوې واحدې قاعدې ته راګرځول: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ﴾ [الرعد: ۱۱] (بېشکه الله د يو قوم حالت نه بدلوي، ترڅو چې هغوی پخپله خپل حالت بدل نه کړي.) دا یو ایت په یوازې ځان د جبریت بنسټ نړوي؛ ځکه دلته بدلون د انسان له عمل سره تړلی دی او تمدني و کلتوري اوښتون د هغه له ارادې سره تړاو لري. پرمختګ یا زوال د هغه څه مستقیمه پایله ده چې انسانان یې پخپله په خپل واقعیت کې رامنځته کوي.
په قرآن کې تقدیر د سستو او ټمبلو کسانو لپاره عذر نه دی، نه له مسؤلیت څخه د تېښتې پناه ځای دی او نه د طغیان و تېري لپاره توجیه ده؛ بلکې دا یو داسې اعلان دی چې کاينات په دقیق حکمت سره اداره کېږي او له انسان څخه غوښتنه کېږي چې په دغه حکمت کې دننه کار وکړي، نه دا چې د خپلې لټۍ او تقصیر لپاره په هغه دلیل ونيسي.
په دې توګه قضا او قدر خپل اصلي قرآني مفهوم ته راګرځي: دا د الله د ارادې او د انسان د ارادې ترمنځ جګړه نه ده؛ بلکې د خالق د حکمت او د مخلوق د مسؤلیت ترمنځ یوه همغږي ده. دا د عقل له منځه وړل نه دي؛ بلکې د عقل د کارولو لپاره یوه دایمي بلنه ده. دا تسلیمېدلو ته بلنه نه د؛ بلکې عمل او کار کولو ته بلنه ده. نو له انسانه د قیامت په ورځ د هغه څه په اړه پوښتنه نه کېږي چې ورته مقدر شوي وو، بلکې د هغه څه په اړه پوښتنه ترې کېږي چې د خپل مقدر شوي چاپیریال په دننه کې یې غوره کړي وو.
دلته الهي عادلانه نظام په بشپړ ډول ځلېږي: داسې عدل چې پر چا ظلم نه کوي، داسې حکمت چې له چا سره عبث لوبه نه کوي، داسې ازادي چې انسان د تکلیف، کرامت او جزا (بدلې) وړ ګرځوي: ﴿وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ﴾ [فصلت: ۴۶] (او ستا رب پر خپلو بندګانو ظلم کونکی نه دی.)
دويمه برخه:
اسلامي ډلو څنګه د قضا او قدر جګړه جوړه کړه؟
له فکري اختلافه تر سیاسي شخړې
له هغو ډېرو حيرانوونکو پېښو څخه چې د مسلمانانو پر عقلونو د هغو په اوږده تاریخ کې تېرې شوې، يوه يې د قضا او قدر مسئله ده، کومه چې قرآن کریم غوښتل د اطمئنان او د الله پر عدل و حکمت باندې د باور یوه دروازه شي، ورو ورو د مسلمانانو په تاریخ کې په یوې خورا سختې فکري او سیاسي جګړې بدله شوه.
دا په دې خاطر نه وه، چې ګواکې قرآن په دې مسئله کې پېچلی او پټ دی، بلکې په دې خاطر وه، چې انسان کله له محکم نص څخه لرې کېږي او خپلو هوا و هوسونو، ګټو او شخړو ته نژدې کېږي، نو کولای شي خورا روښانه حقایق په خورا پېچلو مسایلو بدل کړي.
ځکه قرآن د قدر په اړه خبرې له جبر څخه نه دي پیل کړې او د انسان په اړه یې خبرې له بې وسۍ څخه نه دي پیل کړې، بلکې له مکلفیت او مسؤلیت څخه یې پیل کړې دي. الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا﴾ [الإنسان: ۳]. او فرمایي: ﴿فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ﴾ [الکهف: ۲۹]. او فرمایي: ﴿كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ﴾ [المدثر: ۳۸].
نو انسان په قرآني خطاب کې د خپل عمل مسؤل دی، د خپل اختیار حساب ورکوونکی دی، په خپل عقل سره ستایل شوی او خپل وجدان ته مخاطب دی.
مګر تاریخ تل د قرآن له هدایت سره سم پر مخ نه ولاړی. د اسلامي دولت له پراخېدو، د بېلابېلو ولسونو له راتګ او د سترو سیاسي شخړو تر راپیدا کېدو وروسته، پوښتنې د ایمان له ډګر څخه د واک او سلطې ډګر ته ووتلې. او پوښتنه کېده: د ظلم مسؤل څوک دی؟ دا پوښتنه ورو ورو په دې بدله شوه چې: ایا انسان اصلاً ازاد دی؟ په دې توګه بحث له اخلاقو څخه سیاست ته او له قرآن څخه جدل او مناظرې ته انتقال شو.
جبریه: هغه مهال چې قدر د واکمنۍ لپاره پناه ځای شو
داسې لیدلوري راپیدا شول چې ګواکې انسان د خپل ځان په چاره کې د هیڅ شي واک نلري او د هغه ټول اعمال په زوره پرې تپل شوي دي. له دغه تصور سره، ظالم پخپله مظلوم او داسې سرکښ وګرځېد چې د یو داسې مشیت پلي کونکی و، چې ردولی یې نشو او مغلوب شوی انسان مکلف شو چې پر خپل مغلوبیت رضا شي؛ ځکه چې دا د الله تقدیر دی.
دا ډول فهم د واکمنو لپاره خورا زړه راښکونکی و؛ ځکه چې د استبداد لپاره یې یو دیني پوښښ چمتو کاوه. که به خلکو وپوښتل: ولې مو ظلم وکړ؟ ځواب به دا و: دا د الله قضا ده. او که به یې وویل: ولې مو واک یوازې په خپل لاس کې واخیست؟ ورته ویل کېدل به: دا د الله مشیت دی. په دې توګه ځینې تأویلونه د دیني افکارو پر ځای، په سیاسي وسیلو بدل شول.
مګر قرآن دا تصور له بېخه نړوي. الله فرمایي: ﴿وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ﴾ [الزمر: ۷] (او هغه د خپلو بندګانو لپاره کفر نه خوښوي). بيا فرمایي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ﴾ [الأعراف: ۲۸] (بېشکه الله د بې حیايۍ امر نه کوي). او فرمایي: ﴿وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعَالَمِينَ﴾ [آل عمران: ۱۰۸] (او الله د عالمیانو لپاره د ظلم اراده نلري).
نو څنګه ظلم د الله تشریعي ارادې ته منسوبېدای شي، په داسې حال کې چې هغه پخپله ترې منع کړې ده؟ د یو شي پېښېدل د الله په کايناتي اذن (اجازه) سره، په دې مانا نه دي چې هغه ترې راضي دی او نه دا چې د هغه امر یې کړی. دلته د کايناتي ارادې او اخلاقي ارادې ترمنځ خورا لوی خلط او ګډوډي رامنځته شوه.
قدریه: هغه مهال چې ازادي په بشپړې خپلواکۍ بدله شوه
په مقابل لوري کې نور لیدلوري راپیدا شول چې له جبر څخه د وېرې له امله بل افراط ته لاړل. دوی وویل چې انسان خپل اعمال په بشپړې خپلواکۍ سره پخپله پیدا کوي. د دوی هدف له الهي عدل څخه دفاع وه. مګر په دې کې یې دومره مبالغه وکړه چې انسان داسې ښکارېده لکه د الهي مشیت له واک څخه چې بهر وي. نو ستونزه برعکس شوه: که جبري ډلې د قدر په خاطر انسان له منځه وړی و، نو قدري ډلې د انسان په خاطر نژدې و قدر له منځه یوسي.
په داسې حال کې چې قرآن اصلاً دا ډول جګړه نه پېژني. د هغه په وړاندې انسان مختار دی، مګر له الله څخه خپلواک نه دی. ازاد دی، مګر کوچنی خدای نه دی. خپله اراده په یو داسې کايناتي نظام کې کاروي چې تر ده خورا پراخ دی. لکه څنګه چې یو کښتۍ چلوونکی د سمندر پر مخ په ازادۍ سره سفر کوي، مګر پخپله د سمندر د قوانینو د بدلولو واک نلري.
مرجئه: هغه مهال چې اخلاقي مسؤلیت وځنډول شو
بیا نور لیدلوري راغلل چې د سیاسي او ټولنیز تاوتریخوالي د کمولو هڅه یې کوله، نو د عمل اغېز یې لږ کړ او د مجرد تصدیق (یوازې منلو) ارزښت یې پورته کړ. دا ډول طرحې د شخړو په ارامولو کې اغېز درلود، اما کله ناکله یې د اخلاقي حس د کمزورۍ لامل شوه.
ځکه قرآن د ایمان او عمل ترمنځ بېلتون نه راولي. بلکې په لسګونو ځایونو کې یې دواړه سره یوځای یاد کړي دي: ﴿إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ﴾. نو ایمان په قرآن کې یوازې یو مجرد ذهني فکر نه دی، بلکې یو وجودي موقف دی چې په سلوک، عدل، رحمت او معاملې کې انعکاس مومي.
معتزله او د عدل د ژغورلو هڅه
تر ټولو روښانه او سترو فکري هڅو څخه هغه هڅه وه چې د اعتزال ځینو مکتبونو وکړه، چې غوښتل یې د الله له عدل څخه دفاع وکړي او هغه له ظلم څخه پاک کړي. نو هغوی د عقل کچه پورته کړه او د یو همغږي فکري نظام د جوړولو هڅه یې وکړه. هغوی په ځینو ځایونو کې سم لاړل او په ځینو ځایونو کې یې خطا وکړه. مګر د دوی تاریخي ارزښت په دې کې و، چې هغوی الله ته د ظلم منسوبول رد کړل او ټینګار یې وکړ چې انسان د خپل عمل مسؤل دی.
خو ستونزه هغه وخت پیل شوه کله چې دا فلسفي افکار په مذهبي جګړو بدل شول او هرې ډلې داسې ګمان وکړ چې بشپړ حقیقت یوازې له دوی سره دی.
قرآن چېرته ورک شو؟
دلته دا دردونکې پوښتنه راپورته کېږي: دا ساده قرآني مسئله څنګه داسې په ښاخونو او څانګو ووېشل شوه؟ ځواب دا دی چې ډېرو استدلال کوونکو خپل کار له قرآن څخه پیل نه کړ ترڅو نظریه پرې جوړه کړي. بلکې هغوی کار له نظریې څخه پیل کړ او بیا په قرآن کې د هغې د تایید لپاره پسې وګرځېدل. او دا خورا لوی توپیر سره لري.
ځکه قرآن نه جبریت وړاندې کوي، نه قدریت او نه پېچلې کلامي شخړې. بلکې یو انډول لرونکی (متوازن) لیدلوری وړاندې کوي: الله د کايناتو خالق دی. انسان د خپل اختیار مسؤل دی. عدل د حساب کتاب بنسټ دی. رحمت پر عقوبت (عذاب) باندې وړاندې دی. مکلفیت له وس او توان سره تړلی دی او جزا له عمل سره تړلې ده.
قدر په قرآن کې: یو قانون دی نه بندي خانه
کله چې موږ په قرآن کې د “قدر” پر لفظ غور کوو، هغه ډېری وخت له نظام او مېزان (تلې) سره تړلی مومو. ﴿إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ﴾. ﴿وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا﴾.
نو تقدیر پر انسان بندیز نه دی، بلکې دا هغه نظام دی چې ژوند پرې ممکن کېږي. لکه څنګه چې جاذبه د انسان لپاره بندي خانه نه ده، بلکې د هغه د ژوند یو شرط دی، همدارنګه قدر د هغو کايناتي سننو شبکه ده چې وجود پرې ولاړ دی. له همدې امله موږ پوهېږو چې ازادي له نظام څخه د وتلو په مانا نه ده، بلکې په هغه کې دننه د غوره کولو (انتخاب) واک دی.
له فکري اختلافه تر سیاسي شخړې
شاید تر ټولو خطرناکه خبره چې د قضا او قدر په تاریخ کې پېښه شوه دا وه چې دا مسئله یوازې فکري پاتې نشوه. ډېرو واکمنو په ځینو افکارو کې داسې څه وموندل چې د دوی له سلطې سره یې مرسته کوله او ډېرو مخالفینو په نورو افکارو کې داسې څه وموندل چې د دوی له مبارزې سره یې مرسته کوله. نو دین له سیاست، لاهوت(الهيت) له واک او عقیده له ګټو سره ګډه شوه. او ځینې نظریې په وحې د پوهېدو پر ځای، د شته واقعیت د توجيه کولو لپاره وکارول شوې. له دغه ځايه د قبلې(لارې) ورکېدل پيل شول.
قرآن ته بېرته ګرځېدل
کله چې موږ د پېړیو له شورماشوره لرې بېرته قرآن ته وګرځو، نو دا انځور تر هغه څه خورا روښانه مومو چې موږ یې ګمان کوو. انسان يوه داسې نانځکه نه ده چې تقدیرونه یې چلوي او داسې کوچنی خدای هم نه دی چې کاينات یوازې پخپله جوړوي. بلکې هغه یو ازاد او مسؤل مخلوق دی، چې په یو محکم الهي نظام کې ژوند کوي. حق لري چې انتخاب وکړي او پړ دی، چې د خپل انتخاب پایلې پر غاړه واخلي. حق لري چې وپوښتي او مسؤليت لري چې په حقیقت پسې وګرځي. حق لري چې اجتهاد وکړي او مسؤل دی چې د خپلو اعمالو له اثارو سره مخ شي او دا د عدل هغه لویه قاعده ده چې ټول حساب کتاب پرې ولاړ دی: ﴿وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى﴾ [النجم: ۳۹] (او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې هڅه یې ورته کړې وي).
“پایله” د مسلمانانو په تاریخ کې د قضا او قدر غمیزه په قرآن کې نه وه، بلکې د قرآن په بشري لوست (تعبير) کې وه. الهي کتاب د الله د واک او د انسان د مسؤلیت ترمنځ انډول قائم کړ، په داسې حال کې چې مذهبي شخړو دا انډول د افراط او تفریط ترمنځ ټوټه ټوټه کړ.
خو کله چې موږ قرآن د یوې لوړې مرجع په توګه بېرته راخپل کړو، نه د مذهبونو تابع، نو کشف کوو چې دا مسئله تر هغه څه خورا ساده او ژوره ده چې مجادلینو یې ګمان کاوه. الله عادل دی، پر چا ظلم نه کوي. انسان د هغه توان په اډانه کې ازاد دی چې ورپېرزو شوی. کايناتي سنن ثابت دي، د چا ملاتړ او طرفداري نه کوي او جزا پر عمل ولاړه ده.
د دغو څلورو حقایقو ترمنځ د قضا او قدر قرآني فهم ځلېږي، دا اوږد جدل ارامېږي او عقل د وحې د نور او د اختیار د مسؤلیت ترمنځ خپل طبیعي ځای ته بېرته راګرځي.
بله برخه لري