Home+د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم

د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي چې هره یوه یې د تاریخ یوه پاڼه جوړوي. انسان په اوسط ډول شاوخوا شپېته یا پنځه شپېته کاله ژوند کوي، خو که د همدې عمر ټولې خاطرې ولیکل شي، ښايي قلم ستړی شي، خو کیسه به لا هم نیمګړې پاتې وي.

په تېره لیکنه کې مې ژمنه کړې وه چې د خپل کلي د ژوند او له وطنه د مهاجرت د پیل کیسه به له تاسو سره شریکه کړم، څو نوی نسل د خپل هېواد د تېر تاریخ له ترخو حقیقتونو خبر شي.

کله چې موږ له کابل څخه خپل پلرني کلي، د لغمان ولایت ته، ستون شو، زموږ د کورنۍ هیله دا وه چې د جګړو، راکټونو او وېرې ورځې به شاته پاتې شي او نوی ژوند به په امن او سکون کې پیل کړو. خو ژوند تل د انسان د هیلو پر بنسټ نه څرخي.

هغه مهال لغمان هم د بېلابېلو تنظیمونو او سیمه‌ییزو قوماندانانو ترمنځ وېشل شوی و. له یوه کلي څخه بل کلي ته سفر کول د ژوند او مرګ له خطره ډک وو. ډېر داسې کسان وو چې له کوره ووتل، خو بیا هېڅکله راستانه نه شول او تر نن ورځې یې د برخلیک څرک نه شته.

زموږ مشران د پخواني دولت کارکوونکي وو، له همدې امله د کلي ژوند ورته د زندان له ژوند سره ورته و. په هغه وخت کې د «کمونیست» نوم د سپکاوي او بدنامۍ لپاره کارېده. زه او زما د تره زامن لا کوچنیان وو. کله چې به مو له نورو ماشومانو سره شخړه وکړه، هغوی به موږ «کمونیستان» بللو، او موږ، چې د دې نوم په مانا نه پوهېدو، هغوی ته به مو «اشرار» ویل.

کله ناکله به د شپې ناوخته وسله‌وال زموږ د کور دروازه وټکوله او د کور د مشر پوښتنه به یې کوله. زما انا، چې یوه زړوره او مېړنۍ ښځه وه، په داسې جرأت به یې ځواب ورکاوه چې هغوی به بې له کومې شخړې بېرته ستانه شول. دا ټول زموږ د خپل کلي خلک وو، یو بل مو ښه پېژندل؛ خو وخت داسې شوی و چې انسان به له خپلو اشناوو هم وېرېده.

زما ترونو د پخواني حکومت پر مهال مهمې او باصلاحیته دندې ترسره کړې وې. که یې غوښتل، د خپل مقام ناوړه ګټه یې اخیستلای شوه، خو هغوی ته ملي ګټې، د خلکو حقونه او د خپلې سیمې دودونه تر هر څه مهم وو. همدا لامل دی چې تر نن ورځې هېڅوک نه شي کولای د دوی پر ضد د خیانت یا ظلم یو مستند ثبوت وړاندې کړي.

خو له بلې خوا، هغه کسان چې ځانونه یې د اسلام د مجاهدینو او د هېواد د ازادۍ مبارزین بلل، د جګړې په ګډوډۍ کې داسې کسان هم وو چې د قانون او انساني ارزښتونو پر ځای یې زور ته مخه کړه. د جګړې په کلونو کې د خلکو شتمنۍ لوټ شوې، بې‌ګناه انسانان ووژل شول، کورنۍ بې‌ځایه شوې او د ګڼو خلکو پر عزت او حقونو تېری وشو. دا ټول هغه دردناک حقیقتونه دي چې زموږ د هېواد د کورنیو جګړو له ترخو پاڼو څخه دي.

همدغو ناوړه حالاتو زموږ کورنۍ دې پایلې ته ورسوله چې نور په خپل هېواد کې د امن، عزت او راتلونکي هیله نه شي لرلای. له همدې امله مو د وطن پرېښودو او مهاجرت پرېکړه وکړه.

سره له دې چې زموږ ځینې دوستان د بېلابېلو تنظیمونو غړي وو، خو د هغوی د شخصي دوستۍ او ملاتړ له امله مو وکولای شول څو کاله نور هم په خپل کلي کې ژوند وکړو. سیاست بېل و، خو انساني اړیکې لا ژوندۍ وې. هغوی زموږ د ژوند په سختو شېبو کې د لاس امسا شول، او زه یې دا نېکي هېڅکله نه هېروم.

ګرانو هېوادوالو!

دا یوازې زما د کورنۍ کیسه نه ده؛ دا د افغانستان د زرګونو کورنیو د ژوند انځور دی. زموږ د هېواد په هره سیمه کې خلکو د جګړې، بې‌وسۍ او بې‌عدالتۍ ترخې ورځې لیدلې دي.

که غواړو چې راتلونکی نسل له همدې برخلیک سره مخ نه شي، باید له خپل تاریخ څخه زده کړه وکړو. د جګړې تر ټولو قوي بدیل تعلیم دی. هر افغان باید د خپلو ماشومانو، که هلکان وي او که نجونې، زده کړو ته لومړیتوب ورکړي. تعلیم انسان ته شعور ورکوي، د وطن ارزښت ور زده کوي او د جګړو، بېوزلۍ او ناپوهۍ مخه نیسي.

د پاکستان د مهاجرت او هلته د نوي ژوند له کړاوونو ډکه کیسه به په راتلونکې برخه کې له تاسو سره شریکه کړم.

په درنښت

 سردارولي الکوزی

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...