په اهواز، چابهار او بندرعباس کې د چاودنو راپورونه
تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۵ مه) د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د ایران پر وخت د شپې په ۱۰:۳۰ بجو (د امریکا د ختیځ وخت د ماسپښین ۳ بجې) پر ایران د بریدونو دوهم پړاو پیل کړی دی.
سینټکام په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي چې دا بریدونه د ایران هغه پوځي وړتیاوې په نښه کوي چې د دوی په وینا، د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو د ګواښلو لپاره کارول کېږي. دغه اداره زیاتوي چې عملیات د امریکا د ولسمشر په امر ترسره کېږي او هدف یې د وروستیو بریدونو په تړاو د ایران ترټل دي.
هممهاله، د ایران کورنیو رسنیو په اهواز او چابهار کې د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه د دغو چاودنو د علت او یا د بریدونو د احتمالي هدفونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.
ایراني رسنیو د هرمزګان ولایت د والي دفتر په حواله هم ویلي چې په بندرعباس ښار کې چاودنه شوې ده. ځینې راپورونه دا هم ښيي چې چابهار ته نژدې د راسک ښار هم په نښه شوی دی.
سپاه پاسداران ته نژدې تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د سیستان او بلوچستان ولایت د جنوبي سواحلو پر سر د امریکايي جنګي الوتکو د الوتنې غږونه اورېدل شوي دي.
ټرمپ: نه خوښوم چې د ایران پر زیربناوو د برید لپاره ضربالاجل وټاکم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا د ایران پر پلونو د بریدونو تر پیل مخکې تهران ته کوم مهلت ټاکلی و، وویل چې د ضربالاجل ټاکل نه خوښوي.
هغه وویل:
«زه نه خوښوم چې مهلت وټاکم، خو هغوی کابو په هر څه پوهېږي؛ له موضوع خبر دي… ښه به دا وي چې خپل چلند بدل کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ څو ساعته مخکې د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی و چې که تر راتلونکې اوونۍ پورې له واشنګټن سره هوکړې ته ونه رسېږي، د ایران برېښناکوټونه به هم په نښه شي.
هغه د فاکس نیوز د «سپېشل ریپورټ» پروګرام ته ویلي وو:
«که تهران هوکړه ونه مني، راتلونکې اوونۍ به بریدونه د ایران برېښناکوټونو او پلونو ته هم وغځوو. راتلونکې اوونۍ به د دوی وضعیت رښتیا هم ډېر خراب شي؛ ځکه بیا د برېښناکوټونو او پلونو وار را رسېږي.»
ټرمپ همداراز ویلي چې د ایران پر ضد یې سمندري محاصره بېرته فعاله کړې او ټینګار یې کړی چې د ایران پر ضد اوسنی پوځي کمپاین به تر هغه دوام وکړي چې دی یې د پای امر ونه کړي.
ټرمپ: ایران د هوکړې په لټه کې دی
ټرمپ د خپلو خبرو په بله برخه کې یو ځل بیا وویل چې ایران د یوې هوکړې د ترلاسه کولو هڅه کوي.
هغه وویل:
«هغوی په ډېر شدت د لیدنې غوښتونکي دي، خو دا واشنګټن دی چې پرېکړه کوي.»
ټرمپ زیاته کړه:
«ژر به څرګنده شي چې هوکړې ته رسېږو که نه، خو ایرانیان به ډېر ژر ماته وخوري.»
قالیباف، سره له جګړو، د امریکا سره د خبرو ملاتړ وکړ
د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف، سره له دې چې ادعا یې وکړه ایران له امریکا سره په «وجودي جګړه» کې دی، بیا هم د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د دوام ملاتړ وکړ.
هغه په هغه بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ ایراني رسنیو خپور کړ، ادعا وکړه چې د ایران ملي امنیت په دې کې دی چې د هرمز تنګي «ایراني ترتیبات» وساتل شي او سوداګریزې بېړۍ په خوندي او بېزیانه له دې مهمې اوبلارې تېرې شي.
د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر د ایران او امریکا ترمنځ د هغه تفاهملیک په اړه، چې د وروستیو نښتو له امله د لغوه کېدو له ګواښ سره مخ شوی، وویل:
«که د ایران اسلامي جمهوریت له دې متن څخه ګټه وانه خلي، نو موږ هم د “سترګه د سترګې په بدل کې” د تګلارې له مخې هېڅ دلیل نه وینو چې دې تفاهم ته ژمن پاتې شو.»