تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۵ مه) برتانیايي رسنیو پرون راپور ورکړ چې د کرکټ نړیواله شورا (ICC) د یو ورځني نړیوال جام او نورو نړیوالو سیالیو په بڼه کې د لویو بدلونونو پر راوستلو غور کوي.
د راپورونو له مخې، د یو ورځني نړیوال جام (ODI World Cup) د ګډون کوونکو لوبډلو شمېر د ۱۴ پر ځای ۱۲ ته د راکمولو وړاندیز تر بحث لاندې دی. همداراز، د ۲۰۲۷ کال د نړیوال جام لپاره د سوپر اووه (Super Seven) پړاو د معرفي کولو امکان هم شته.
راپورونه وایي، که دا نوی فارمیټ تصویب شي، نو په نړیوال جام کې به د پاکستان او هند ترمنځ د لوبو شمېر زیات شي، چې ورسره به د سیالیو سوداګریز ارزښت او د مینهوالو لېوالتیا هم لوړه شي.
د راپورونو له مخې، په لومړي ځل به د نړیوالې ټېسټ اتلولۍ (World Test Championship) په سیالیو کې د نیمه پایلوبو د شاملولو وړاندیز هم وارزول شي.
سربېره پر دې، د شل اوریز نړیوال جام (T20 World Cup) د اوسني سوپر اته (Super Eight) پړاو د سوپر ۱۰ (Super 10) پړاو په بدلولو هم بحث روان دی.
بریتانیايي رسنۍ زیاتوي چې د کرکټ نړیواله شورا په راتلونکي کې د کلبونو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د نړیوال ټورنمنټ د جوړولو پر وړاندیز هم غور کوي، خو د دغو ټولو وړاندیزونو په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.
د کرکټ نړیواله شورا ۴۰ اورونو ته د یو ورځنیو سیالیو په کمولو او نورو بدلونونو غور کوي