Homeخبرونهپه خیبرپښتونخوا کې د وسله والو په بریدونو کې تر ۲۰ ډېرو...

په خیبرپښتونخوا کې د وسله والو په بریدونو کې تر ۲۰ ډېرو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۵ مه) پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د خیبر پښتونخوا په کوز دیر ولسوالۍ کې له وسله‌والو سره د نښتې پر مهال درې پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په بنو کې هم وسله‌والو د میریان د سیمې د پولیسو پر مرکز موټربمي برید کړی، چې له امله یې څلور پولیس ټپیان شوي او لا هم نښته روانه ده، او سیمې ته نور امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

د ایکسپریس نیوز د راپور له مخې، د خببر پښتونخوا د کوز دیر د حیدرې کنډو ټاپ په سیمه کې له وسله‌والو سره د پولیسو، د ترهګرۍ ضد ادارې (CTD) او ځانګړو ځواک سخته نښته شوې، چې په پایله کې یې درې پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو د سرچینو په وینا، وسله‌والو په دې نښته کې د پولیسو درې موټر هم سوځولي دي، او ټپي شوي پولیس د تیمرګرې ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیسو زیاته کړې چې د حیدرې کنډو ټاپ په سیمه کې د وسله‌والو د موجودیت د راپور له ترلاسه کېدو وروسته د پلټنې عملیات پیل شول، چې په ترڅ کې یې نښته رامنځته شوه. د همدې وضعیت له امله د کوز دیر په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

بل لور ته، د بنو ولسوالۍ د میریان د پولیسو پر مرکز هم وسله‌والو برید شوی دی. د پولیسو په وینا، بریدګر و لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو له مرکز سره ټکر کړ او بیا نور وسله وال مرکز ته ننوتل او بپر پولیسو یې دزې پیل کړې.

پولیس وايي، له برید وروسته د دواړو لورو ترمنځ ډزې روانې دي او سیمې ته نور امنیتي ځواکونه هم استول شوي دي.

د پولیسو په وینا، تر اوسه د بنو د میریان پولیسو په مرکز کې د برید له کبله څلور پولیس سرتېري ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...