تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۵ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، وايي چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم خورا خراب دی، او د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې لوړه کچه او د پولیو (ماشومانو د فلج) ناروغۍ خپرېدا د مسکو له مهمو اندېښنو څخه دي.
هغې د چهارشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د شمېرو په حواله وویل چې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي. د هغې په وینا، په دغو سیمو کې تر لسو کلونو کم عمره ماشومان په عملي ډول واکسین شوي نه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، د ماشومانو د فلج (پولیو) ناروغۍ اوونیز راپور خپور کړ. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی چې تېره اوونۍ په ننګرهار ولایت کې دوه نوې پېښې، په هلمند ولایت کې یوه پېښه او په هرات ولایت کې یوه پېښه ثبت شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه چې په افغانستان کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه لا هم لوړه ده او په هرو زرو ژوندیو زېږونونو کې ۳۳.۱ مړینې ثبتېږي. هغې وویل چې دا شمېر د نړۍ د منځنۍ کچې نژدې دوه برابره لوړ دی.
زاخارووا لوېدیځ هېوادونه د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو مسوول وبلل او ویې ویل چې افغانستان ته د نړیوالو مرستو سیاسي کول د دې بحران له اصلي لاملونو څخه دي.
هغې زیاته کړه چې د لوېدیځو هېوادونو بندیزونو په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو بودجه کمه کړې او د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل هم د دې لامل شوي چې حکومت خپلې مالي سرچینې د روان بحران د مدیریت لپاره ونه کاروي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د ماشومانو پولیو نه ده محوه شوې.
تېر کال په افغانستان کې د پولیو ۲۱ او په پاکستان کې ۳۱ پېښې ثبت شوې خو سږ کال تراوسه پورې په افغانستان کې ډېرې پېښې ثبت شوي دي.