تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۶ مه) د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) په کلنۍ عمومي غونډه کې د نړیوال کرکټ د راتلونکې په اړه پر ګڼو مهمو وړاندیزونو د بحث امکان شته.
د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې، په غونډه کې به د یو ورځنیو (ODI) لوبو په بڼه کې د بدلون پر وړاندیز هم خبرې وشي. د دې وړاندیز له مخې، د ۵۰ اورونو پر ځای به یو ورځنۍ لوبې ۴۰ اورونو ته راکمې شي.
راپورونه وایي چې د بېلابېلو وچو د لوبډلو ترمنځ د «کانټینینټل اتلولۍ» د سیالیو د جوړولو وړاندیز هم د غونډې د اجنډا برخه کېدای شي. همداراز، د کرکټ نړیواله شورا به د نړیوالو کلبونو د اتلولۍ سیالیو (World Club Championship) د جوړولو امکان هم وڅېړي.
سربېره پر دې، د کرکټ د هر فارمټ لپاره د جلا وختونو (Window) د ځانګړي کولو وړاندیز هم تر غور لاندې راتلای شي، څو د نړیوال کرکټ مهالویش لا اغېزمن او منظم شي.
د بریتانیايي رسنیو پر اساس، د کرکټ د نړیوالې شورا د ټیست ICC World Test Championship سیالیو د پراخولو وړاندیز هم مطرح کېدای شي. د دې طرحې له مخې به د ګډون کوونکو لوبډلو شمېر له اوسنیو ټیمونو څخه ۱۲ ټیمونو ته لوړ شي.
همداراز، دا وړاندیز هم تر بحث لاندې راتلای شي چې یوازینۍ ټېسټلوبې (Single Test Matches) د نړیوال ټېسټ اتلولۍ د امتیازونو په سیستم کې شاملې شي.
د ICC کلنۍ غونډه به د جولای له ۸مې تر ۱۱مې نېټې پورې په ادنبرا ښار کې ترسره شي، چې پکې به د نړۍ د بېلابېلو کرکټ بورډونو استازي د دغو وړاندیزونو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي.