Homeخبرونهپه تودو ورځو کې د کور حرارت څنکه کم کړو؟

په تودو ورځو کې د کور حرارت څنکه کم کړو؟

تاند (یکشنبه، د چنګاښ ۱۴مه) د دوبي په توده هوا کې د شمعې هومره رڼا او تودوخه هم د کور حرارت لوړوي. یو لړ کارونه شته چې ستاسو د کور تودوخه کمولی شي،

د کور دننه د تودوخې تولید کم کړئ

تلویزیون، کمپیوټر، د لوښو مینځلو ماشین او نور برېښنايي وسایل، آن د انتظار (Standby) په حالت کې هم تودوخه تولیدوي.

د ورځې په ډېرو ګرمو ساعتونو کې هڅه وکړئ غیر ضروري وسایل له برېښنا وباسئ. دا کار هم کور سوړ ساتي او هم د برېښنا پر شبکې فشار کموي.

د پخلي طریقه بدله کړئ

د ګاز یا تنور کارول د کور تودوخه لا زیاتوي. که امکان وي، خواړه مخکې چمتو کړئ، مایکرووېف یا وریجې پخوونکي (Rice Cooker) وکاروئ، یا داسې خواړه انتخاب کړئ چې پخولو ته اړتیا ونه لري.

د ایرکنډیشن تودوخه سمه تنظیم کړئ

متخصصان سپارښتنه کوي چې د ایرکنډیشن درجه شاوخوا ۲۵ سانتي‌ګراده وساتئ. دا درجه هم مناسب یخوالی برابروي او هم د برېښنا مصرف او پر وسایلو فشار کموي.

نور کوم کارونه ښه دي چې ورته پام وکړو؟

د برېښنا پرې کېدو ته چمتو اوسئ

د تودې څپې په ترڅ کې د برېښنا د پرې کېدو احتمال زیات وي، نو هڅه وکړئ خپل موبایل او نور مهم وسایل تل بشپړ چارج وساتئ.

د اضافي بیټرۍ (پاوربانک) لرل هم ګټور دي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د خپل موبایل لپاره مناسب چارجر او کېبل لرئ او هره میاشت د پاوربانک چارج هم وګورئ.

د هوا او بیړنیو خبرداریو خبرتیاوې فعالې کړئ

په ګرمو ورځو کې د هوا د وضعیت او بیړنیو خبرداریو تعقیبول مهم دي. د خپل ښار یا سیمې د هوا او اضطراري خبرتیاوو خدمتونه فعال کړئ، څو د خطر په صورت کې پر وخت معلومات ترلاسه کړئ.

چین د ښارونو د یخولو لپاره د «بام باران» نوې او ارزانه ټکنالوژي معرفي کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...