Homeخبرونهچین د ښارونو د یخولو لپاره د «بام باران» نوې او ارزانه...

چین د ښارونو د یخولو لپاره د «بام باران» نوې او ارزانه ټکنالوژي معرفي کړه

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۶ مه) د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د تودوخې د زیاتوالي او سختې ګرمۍ د څپو پر مهال عموماً له ایرکنډیشنرونو څخه کار اخیستل کېږي، خو چین د خپلو ګڼ ‌مېشتو ښارونو د سوړ ساتلو لپاره یوه نوې او ارزانه لاره موندلې چې په ټولنیزو رسنیو کې یې پراخ پام ځانته اړولی دی.

د چین د شمالي شانشي ولایت په یونچینګ ښار کې د لوړو استوګنو ودانیو پر چتونو یو ځانګړی یخوونکی سیسټم نصب شوی چې «روف ټاپ رېن» یا «د بام باران» نومېږي.

په دې سیستم کې د ودانیو پر بامونو نصب شوي د لوړ فشار فوارې (سپرې کوونکي وسایل) هوا ته د اوبو ډېر نري او کوچني څاڅکې شیندي. دا سړه دوړه یا سپرې د ودانۍ شاوخوا تودوخه د سانتي ګراد تر ۸ درجې پورې راکموي.

دا ځانګړی سیستم د ساینس پر یوه ساده اصل، یعنې «تبخیري یخولو» (Evaporative Cooling)، کار کوي. دا بهیر د انسان د بدن د خولې له عمل سره ورته دی؛ کله چې خوله تبخیر شي، بدن د یخوالي احساس کوي.

همداراز، کله چې د بام له سپرې کوونکي څخه د اوبو واړه څاڅکي له ګرمې هوا سره یوځای شي، د هوا تودوخه جذبوي او په بخار بدلېږي. د دې عمل په پایله کې د ودانۍ شاوخوا چاپېریال ژر سړېږي.

دغه سیستم یوازې د سختې ګرمۍ په ورځو فعالېږي، څو اوبه د ودانۍ لاندې پر تېرېدونکو خلکو د باران په څېر ونه لویږي، بلکې ځمکې ته تر رسېدو مخکې په هوا کې تبخیر او ورکې شي.

په تودو ورځو کې د کور حرارت څنکه کم کړو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...