Homeخبرونهپرتګال له سیالیو ووت او د رونالډو د نړیوال جام سفر پای...

پرتګال له سیالیو ووت او د رونالډو د نړیوال جام سفر پای ته ورسېد

تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۱۶مه) د پرتګال ۴۱ کلن ستوري کریسټیانو رونالډو، خپله وروستۍ نړیوال جام لوبه ترسره کړه.

پرتګال د (۱۶ غوره لوبډلو) په سیالۍ کې د اسپانیا پر وړاندې په ۱–۰ ماتې وخوړه او له سیالیو څخه بهر شو.

د اسپانیا د بریا یوازینی ګول مایکل مارینو د لوبې په وروستیو دقیقو کې وواهه.

تر دې ماتې وروسته رونالډو رسنیو ته وویل: «زه ډېر خپه یم چې نړیوال جام په همدې ډول پرېږدم. ما خپله ټوله هڅه وکړه او اوس په ارام وجدان روان یم. هو! دا زما وروستی نړیوال جام و.»

خو نوموړي د پرتګال له ملي لوبډلې سره د خپل راتلونکي په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان نه کړه او ویې ویل:

«بیړه نه کوم. اوس وخت لرم چې له خپلې کورنۍ سره واوسم او په دې اړه فکر وکړم.»

رونالډو په نړیوال جام کې د پرتګال لپاره په ۲۷ لوبو کې د ۱۱ ګولونو په وهلو سره د دې هېواد د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو مخکښ ګول وهونکی دی.

هغه د خپلو لاسته راوړنو په اړه وویل: «ما پرتګال ته درې اتلولۍ راوړې دي. تر ما مخکې پرتګال هېڅ لوی سرلیک نه درلود. د اروپا اتلولي زما لپاره د نړیوال جام له اتلولۍ سره برابره ارزښت لري».

رونالډو د لوبډلې روزونکی«ستر روزونکی او دروند انسان» وباله. که څه هم پرتګال د لوبې په ځینو برخو کې ښه لوبه وکړه، خو ونه توانېد چې له حذف ځان وژغوري.

رونالډو په پای کې وویل چې، دا ناهیلې کوونکې ده خو زیاتوي چې،موږ په لوړ سر له میدان څخه وځو.»

د پرتګال په وتلو سره د رونالډو د نړیوالو جامونو ځلانده دوره پای ته ورسېده، خو د هغه د ملي لوبډلې راتلونکی یا له دې لوبډلې سره د لوبو دوام لا هم روښانه نه دی.

1 COMMENT

  1. د څو ټکو یادونه:
    ورزش یو هنر دی او هر هنر ځانته خپل مینه وال لری ضمناً هیڅ مینه وال د یو هنر یا هنر مند یا ورزشکار سره د مینی د علت د توضیح توان نلری.
    نن سبا د ورزش خصوصاً فوټبال ډیر مینه وال د دی او هغه ورزشکار سره د مینی د اظهار په هکله د افراطی احساساتو ښکار شوی او په مجازی نړی کی ئی د دی هغه ورزشکار څخه د دفاع تاوده سنګرونه جوړ کړی او یو پر بل ئی نامناسب او بعضاً اخلاقی ضد بریدونه په لیاره اچولی دی چی البته دا کړنی یو ورزش ته د سالم او منصف نظر روحیه او زاویه د ستونزو سره مخامخ کړیده.
    جالبه دا ده چی د فوټبال ډیرو مینه والو ته د لوبی د ننداری خوند مهم او مطرح نه دی بلکه د لوبی نتیجه ور ته مهمه ده ( په هره بیه چی وی باید د یو نندارچی د مینی وړ لوبغاړی یا ټیم لوبه وګټی چی البته دا ډول ذهنیت دومره ناروغ ذهنیت دی لکه مثلاً د یوی اوږدی یا لنډی یا پیتی یا داغی پزی درلوونکی چی هنداری ته په کتو د خپلی ظاهراً ناخوښی پزی پر خلقت باندی اعتراض وکړی).
    په هره توګه، فوټبال یو هنر دی او باید له ننداری ئی خوند واخیستل شی نه دا چی ننداره ئی د روحی فشار لامل وګرځی ضمناً هر څوک باید یو لایق او مستعد ورزشکار ته په درنه سترګه وګوری او ځان د یو مستعد ورزشکار د استعداد د واقعیت سره عیار کړی نه دا چی یو ورزشکار د خپلی علاقی او سلیقی د نړی سره عیار کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...