تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۱۶مه) ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بېځایهکېدو ستر ناورین د عامو خلکو پر ژوند او عامه خدماتو منفي اغېز کړی دی.
دغه سازمان پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې په افغانستان کې بېوزلي، وچکالي، زلزلې او د ۲٫۷ میلیون کډوالو راستنېدو اقتصادي ستونزې په بېسارې توګه زیاتې کړې دي.
یاد سازمان زیاتوي چې پورته یادو شویو ستونزو د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز پرېښی دی.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو بللی چې په پراخه کچه د وګړو بېځایهکېدنې او کډوالۍ ځپلی دی.
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي دي.
بل لورته دغو هېوادونو خبرداری ورکړی چې دوی به ټول افغانان افغانستان ته لېږي.
د یادولو ده چې هره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه زرګونه افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته رالېږل کېږي.