Homeخبرونهفطرت: تېره میاشت تر ۷۳زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه...

فطرت: تېره میاشت تر ۷۳زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي

تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۱۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې په تېره یوه میاشت کې تر ۷۳زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.

فطرت زیاتوي چې، په دې موده کې ۱۲زره او ۸۳۷ کورنۍ چې ټولټال ۵۹ زره او ۸۳۲ کسام کېږي، له ایران او پاکستان نه راستنې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، له دې سربېره ۱۳زره او ۷۳۴ نور افغانان له خپلو کورنیو پرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د فطرت په خبره؛ بېرته ستانه شوي کډوال د سپین بولدک، اسلام‌کلا، تورخم او د نیمروز ولایت له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

طالب مسوولانو ویلي چې، راستنېدونکو کډوالو ته مالي مرستې، روغتیايي خدمتونه، لنډمهاله د استوګنې اسانتیاوې او نور اړین خدمتونه برابر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې له ۲۰۲۳کال راهیسې افغانستان ته شپږ مېلیونه افغانان ستانه شوي دي.
ورته مهال له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ په چټکۍ روانه ده او اوس دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا پېښور ښار ته هم غځېږي.

دغه راز تازه د مهاجرینو د ستونزو د حل عالي کمېسیون اعلان کړی چې ۱۶۹۸ افغان وګړي له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي.

دغه کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کسان پرون دوشنبه د هرات د اسلام‌کلا، د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم او د هلمند د بهرامچې له سرحدي لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...