Homeخبرونهد افغان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ ومړ

د افغان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ ومړ

تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۱۶مه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

که څه هم د شاپور مړینه د هغې کورنۍ او کرکټ بورډ په رسمي ډول نه ده تائید کړې، خو د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر پخوانیو لوبغاړو او د هغه ملګرو د شاپور مړینه تائید کړې ده.

له دغې ډلې کریم صادق د شاپور ځدراڼ انځور پروفایل کړی او ترڅنګ یې ګڼو نورو لوبغاړو او کرکټ شنونکو هم د شاپور پر مړینه په ټولنیزو رسنیو کې خواشیني ښودلې ده.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو له هغو چټکو توپ اچوونکو وو چې، د نړۍ په کچه یې افغانستان ته لاسته راوړنې درلودې، خو په وروستیو کې د سرطان په ناروغۍ اخته او هند کې تر درملنې لاندې وو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د شاپور د یوه وخت د لوبډلې ملګري دولت ځدراڼ هم  په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د کرکټ اړوند ګڼو کورنیو رسنیو هم د شاپور ځدراڼ د مړینې خبر خپور کړی او پرې خواشینې څرګنده کړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...