تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۱۶مه) د افغانستان کرکټ بورډ هم د شاپور ځدراڼ مړینه تائید کړه.
افغان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه ستره ضایعه بللې ده.
کرکټ بورډ لیکلي چې، شاپور ځدراڼ د افغان کرکټ د بنسټ ایښودونکو لوبغاړو له ډلې څخه یو و، چې ژمنتیا، تعهد او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو یې په هېواد کې د لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې، شاپور د هغو ویاړلو لوبغاړو څخه و چې د افغانستان د کرکټ د راولاړېدو او ودې لپاره یې ډېر کوښښونه وکړل او د هغو پلونو په رغونه کې یې مرسته وکړه چې افغان کرکټ یې نړیوال پړاو ته ورساوه.
خبرپاڼه کې راغلي: « شاپورجان د خپل ټول مسلک په اوږدو کې د افغانستان کرکټ ته په عزت، زړورتیا او ویاړ سره خدمت وکړ. د هغه هلې ځلې او لاسته راوړنې به تل د افغانستان د کرکټ د تاریخ یو مهم څپرکی پاتې شي او د ملي لوبډلې په خدمت کې د هغه هڅې به هیڅکله هم هېرې نه شي.»
د خبرپاڼې په یوه بله برخه کې زیاته شوې، « له شک پرته د لوبو له نړۍ ورهاخوا هم شاپور ځدراڼ د ډېری افغان ځوان لوبغاړو او په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینه والو لپاره د الهام ریښتینې سرچینه وه. د هغه د مبارزې روحیې، هوډ او له کرکټ لوبې سره مینې ډېرو ته هیلې او امیدونه ورکړل او یو نسل یې وهڅاوه، ترڅو لوی خوبونه وویني او د افغانستان د کرکټ په راتلونکي باور ولري.»
کرکټ بورډ د شاپور ځدراڼ کورنۍ، ملګرو، د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو او د افغان کرکټ ټولنې ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کړې او زیاته کړې ده چې، د هغه یادونه به د افغانستان د خلکو او د کرکټ نړۍ په زړونو کې تل ژوندي وي.
کرکټ بورډ ویلي چې،د شاپور ځدراڼ د جنازې وخت او ځای به د نوموړي له کورنۍ سره له مشورې وروسته روښانه شي.
شاپور ځدراڼ تېره شپه د هند په یوه روغتون کې د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
د هغه پر مړینه د کرکټ د ملي لوبغاړو ترڅنګ ټول افغان ولس خواشینی او آن د نړۍ له ګوټ ګوټه د کرکټ یو شمېر شنونکو او لوبغاړو او د شاپور خواخوږو د تسلیت پيغامونه خپاره کړي دي.