تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۱۶مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د شاپورځدارڼ پر مړینه خواشینې ښودلې او هغه یې یو نه هېریدونکی اتل یاد کړی دی.
ښاغلي کرزي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د پیاوړي لوبغاړي شاپور ځدران د مړینې خبر ډیر خواشینۍ کړم.انا لله و انا الیه راجعون»
پخواني ولسمشر لیکي چې، شاپور ځدران د هېواد د کرکټ له لومړنیو ستورو څخه و او د ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره یې نه هیریدونکي هڅې وکړې.
کرزی وایي شاپور د افغانستان د کرکټ ټیم په ځلولو کې یادېدونکي کارنامې ترسره کړي دي.
هغه زیاته کړې: « د خپلې ژورې خواشینۍ او غمشریکۍ مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او ټولو هېوادوالو ته وړاندې کوم. د لوی خدای (ج) له درباره مرحوم ته د جنت او کورنۍ ته یې د زغم او جمیل صبر استدعا کوم.»
د حامدکرزي ترڅنګ په کور دننه او د باندې بې شمېره کرکټ پالو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې ښودلې ده.
راشد خان هم په دې اړه لیکلي: «د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د سختو ورځو لوبغاړی او ملي اتل شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له کبله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې. خدای دې موږ ټولو ته صبر راکړي».
دغه راز د شاپور ملګرو او کرکټ ملي لوبغاړو د شاپور ځدراڼ مړینه د کرکټ لپاره نه جبرانېدونکې ضایع بللې ده.
راشدخان، محمد نبي، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، افتاب عالم، سمیعالله شینواري، الله محمد غضنفر، اکرام علي خېل، ضیاء الرحمان اکبر ، اضغر ستانکزي، ګلبدین نائب او ګڼو لوبغاړو د خواشینۍ او تسلیت پیغامونه خپاره کړي او د نوموړي کارنامې یې ستایلې دي.
ګلبدین نایب لیکلي: «څه ووایم؟ هغه نور نهشته.زما ورور، زما ملګری». پر خواله رسنیو زرګونه مینهوالو د شاپور ځدراڼ له تصویرونو سره د خواشینۍ او تسلیت پیغامونه خپاره کړي دي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ۳۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله د هند په یوه روغتون کې ومړ.
شاپور ځدراڼ له تېرو نږدې شپږو میاشتو راهیسې د هند پلازمېنې ډيلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.