تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۱۶مه) د کرکټ نړیواله شورا یا ای سي سي په خپله وېب پاڼه د شاپور ځدران پر مړینه خواشینې ښودلې.
د کرکټ نړیوالې شورا پر وېب پاڼه لیکل شوي چې، د افغانستان د کرکټ پخوانی نړیوال لوبغاړی شاپور ځدارن، چې د افغانستان د کرکټ د ودې او نړیوال شهرت په ترلاسه کولو کې یې مهم رول درلود، له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۳۸ کلونو په عمر ومړ.
د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي: « شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د نړیوال پرمختګ له مهمو لوبغاړو څخه و. هغه له لسو کلونو څخه ډېر وخت د افغانستان د ملي لوبډلې استازیتوب وکړ او په دې موده کې یې په یو ورځنیو نړیوالو (ODI) سیالیو کې ۴۳ ویکټې او په شل اوریزو نړیوالو (T20I) سیالیو کې ۳۷ ویکټې ترلاسه کړې.»
یادې شورا هغه د افغانستان له ملي لوبډلې سره د نړیوال کرکټ لیګ (World Cricket League) په بېلابېلو پړاوونو کې د پرمختګ لپاره مهمه ونډه واخیسته.
دغه راز یې د ۲۰۱۵ کال د نارینهوو نړیوال جام په سیالیو کې یې د سکاټلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان په تاریخي لومړۍ بریا کې د پام وړ رول ولوباوه.

شاپور په همدې نړیوال جام کې د ۱۰ ویکټو په اخیستو سره د افغانستان د لوبډلې تر ټولو بریالی بالر هم و.
سرچینې زیاته کړې چې، شاپور ځدراڼ په ۲۰۱۸ کال کې، کله چې افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، د ملي لوبډلې یو ثابت غړی و او خپله وروستۍ نړیواله لوبه د افغانستان د ملي لوبډلې په ګټه په ۲۰۲۰ کال کې ترسره کړه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ۳۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله د هند په یوه روغتون کې ومړ.
شاپور ځدراڼ له تېرو نږدې شپږو میاشتو راهیسې د هند پلازمېنې ډيلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.