Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد سوداګرۍ وزیر: د پاکستان د لارو له بندېدو وروسته د درمل...

د سوداګرۍ وزیر: د پاکستان د لارو له بندېدو وروسته د درمل جوړولو ۱۰۰ شرکتونو جوازونه اخیستي

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۶ مه) د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د پاکستان له لوري د افغانستان د ترانزیتي او سوداګري لارو له تړل کېدو وروسته په افغانستان کې د درمل جوړولو شاوخوا ۱۰۰ شرکتونو جوازونه ترلاسه کړي دي.

هغه د کابل د «صنعت او کانونو د پنځم نړیوال نندارتون» د پای په مراسمو کې وویل چې افغانستان اوس مهال د ۱۵ ډوله درملو په تولید کې پر «ځان‌بسیا» شوی دی.

عزیزي وویل چې په تېرو کابو پنځو کلونو کې ۵۹۰۰ شرکتونو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي، چې د ده په وینا ډېری یې فعال دي او تولیدات لري.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د بیټرۍ په تولید کې هم په ځان‌بسیا شوی دی. د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره به افغانستان له نورو هېوادونو څخه د بیټریو پر وارداتو محدودیتونه ولګوي او ګمرکي تعرفې به لوړې کړي.

هغه وویل چې تېر کال په هېواد کې تولیدي شرکتونو ته ۱.۶ میلیونه ټنه خام مواد وېشل شوي دي. نوموړي همداراز ادعا وکړه چې په افغانستان کې د تولیدېدونکو توکو شمېر زیات شوی دی.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې دا مهال په افغانستان کې د درملو په ګډون تر ۲۰۰۰ پورې بېلابېل تولیدي توکي جوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...