تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۶ مه) د افغانستان د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د برېښنا د تولید او لېږد د پراختیا لپاره پنځه کلن پروګرام تصویب کړی دی.
د رئیسالوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، دفتر نن (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پروګرام مخکې د هیواد د اقتصادي کمېسیون له خوا تصویب شوی و او اوس د طالبانو مشر، هبتالله اخوندزاده، هم تایید کړی دی.
د دې پلان هدف د انرژۍ سکتور پراختیا، د اقتصادي ودې پیاوړتیا او پر وارداتي برېښنا د افغانستان د اتکا کمول دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو څخه په استفادې د برېښنا د تولید ۲۵ پروژې شاملې دي، چې د اوبو، لمریزې انرژۍ، بادي انرژۍ او ډبرو سکرو پر بنسټ به برېښنا تولیدوي.
په دې پروګرام کې د برېښنا د لېږد د ۱۳ نیمګړو پروژو بشپړول او د ۲۳ نویو پروژو پیل هم پشامل دی. همداراز، د ۲۱ نیمګړو سبسټېشنونو بشپړول، د ۲۱ نویو سبسټېشنونو جوړول او د برېښنا د وېش ۳۴ پروژې هم د دې پلان برخه بلل شوې دي.
د افغانستان د انرژۍ سکټور چارواکي وايي چې افغانستان د خپلو کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ۶ زرو څخه تر ۷ زرو مېګاواټو برېښنا ته اړتیا لري، او که صنعتي فعالیتونه پراخ شي، نو دا اړتیا ښايي ۱۰ زره مېګاواټو ته ورسېږي. په دې کې د افغانستان د نفوس چټکه وده په پام کې نه ده نیول شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت په وروستیو کې ویلي چې د برېښنا د تولید د ۱۷ پروژو قراردادونه یې لاسلیک کړي، چې ټولیز ظرفیت یې ۱۸۲۰ مېګاواټه دی. ټاکل شوې ده چې دا پروژې د اوبو، لمریزې انرژۍ، بادي انرژۍ او ډبرو سکرو له لارې برېښنا تولید کړي.
افغانستان لا هم په پراخه کچه د ګاونډیو هېوادونو په وارداتي برېښنا متکي دی. د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د جون میاشتې د راپور له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا واردوي. له دې وارداتي برېښنا څخه تر ۹۰ سلنې ډېره د منځنۍ اسیا له هېوادونو او پاتې برخه له ایران څخه ترلاسه کېږي.
د انرژۍ اړوند سیمهییزو رسنیو د شمېرو له مخې، افغانستان شاوخوا ۲۵۰ مېګاواټه کورنۍ برېښنا تولیدوي، په داسې حال کې چې له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه نژدې ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا واردوي. افغانستان هر کال سلګونه میلیون ډالره د وارداتي برېښنا لپاره ګاونډیو هیوادونو ته ورکوي خو دا په داسي حال کې ده چې افغانستان د برېښنا د تولید کمساری ظرفیت او بالقوه امکانات لري.