له نن څخه 19 کاله پخوا، د ۲۰۰۷ د جولای په ۷ مه نېټه تاند ویبپاڼه تاسیس شوه.
په تېرو ۱۹ کلونو کې تاند د زرګونو خبرونو او معلوماتي مطالبو ترڅنګ د ښو لیکوالو زرګونه لیکنې (ادبي، سیاسي او نورې) خپرې کړي او په دې ډول یې د انترنیټ په دنیا کې د خپلې ژبې او کلتور په وده او خپراوي کې مرسته کړې ده.
تاند د خبري موضوعاتو ترڅنګ هڅه کړې چې د روغتیا او ساینس په ډګرونو کې تر خپله وسه له وروستیو پرمختګونو خپل لوستونکي خبر کړي.
پر دې سربېره تاند د ماشومانو لپاره نسبتاً غني ویبپاڼه لري چې ښايي په پښتو ژبه د ماشوم د ادبیاتو، روزنې او پالنې په اړه د مطالبو دومره لویه پانګه بل ځای ونه موندلی شو.
تاند د خپلو همکارو لیکوالو په مرسته چلیږي او په دې ورځ چې د تاند کالیزه ده، هغه ټول لیکوال د مننې مستحق دي چې تراوسه پورې یې له تاند سره همکاری کړې ده.
سلامونه ،!+د ۱۴۴۶ هجري سپوږمییز کال نویکیدو هم مبارکیو سره ټولو مسلمینو او مسلماتو خویندو وروڼوته،!
واه! په دې وسیلې ،زه خپلې تودې او د زړهء له تل څخه مبارکئ د وزمینې او ګټورې (تاند) اوبپاڼې=وبسایټ د اووه لسمې کلیزې په هکله ، دتاند اداره کوونکو او چلوونکو ته په ښه ګړۍ کښې رسوم.
زما کامنټونه یا تبصرې ټولې خپریږي ،مڼنه؛ خو ځینې وخت مې یو-نیم شعرونه یا نثرونه د ټول افغان، پشتونخوا، دعوتمډیا و لراوبر سره یوځای یا بیلابیل تاند ته هم استولي مګر نپوهیږم ولې ندي خپاره شوي؟؟
خیر، په هر حال ،هیله ده تاند په اته لسم ځوانۍ کال کې لا تروتازه شي او لا ډیر او په زړه پورې معلوماتونه لوستونکو ته وړاندې کړي او تل لکه همیشه بهار اوسي.آمین.
-رښتیا یو بل مشکل دتاند آرشیف دی ، صرف د یو کال مخکې مضامین د بیا لوستلو وړ دي له هغو مخکې نپوهیږم لکه مالیزیایی که تایلڼدی رسم الخط !!! راځي؛ ما دا څو ځلې تجربه کړي!! .مڼنه او درنښت.
زه په خپل وار، د تاند د درنې، ملي او هر اړخیزې ویبپاڼې چلوونکو او همکارانو ته د اولسمې کلیزې مبارکي وایم.
په خوښۍ سره یادونه کوم چې له تیرو اوو کالو راهیسې، زه د تاند له سایټ سره قلمي همکاري لرم او تر دې دمه زما ۸۶ مقالې، مرکې او څیړنې خپرې شوی او په ارشیف کې یې خوندي دي. همدارنګه، د قدرمنو لوستونکو د هڅونې او ننګې منندوئ یم چې وخت ناوخته یې زما په لیکنو تبصرې او ملاحظې کړی او زه یې ډیرو مثبتو ټکو ته متوجه کړی یم.
ترڅو تاند په همدې ملي پالیسۍ روان وي او زما په مات ګوډ قلم کې رنګ وي، نو ان شاء الله زه به ورڅخه خپله همکاري ونه سپموم.
د تاند د لا زیاتې پراختیا، علمي، کلتوري او مسلکي خدمتونو په هیله.
ولي الله ملکزی
TAAND IS THE BEST JORNAL/I ALWAYS OPEN MY COMPEUTER,FIRST I START TAAND,
I ALWAYSE READ ALL NEWS AND MORE INFORMATION,
I WANT TO SAY CONGRATULATION TO EXECUTIVE DIRECTOR AND ALL WHO WORK FOR TAAND,
THANK YOU
د ټانډ د برښنا پاڼۍ چلونکو ته د اولس کلنې مبارزه په ویاړ مبارکي وایم. علم او د قلم په ډګر کې مبارزه اسانه کار ندئ. دا چې، تاسو دی دروند کار ته ملا وتړله نو دی تاسو ټولو دی کور ودان وئ. پښتو یتیمه ژبه دي، او پښتنو ته په مفته کې په میراث پاتي دئ نو ځکه له پښتنو سره یې قدر نسته.
په پاې کې پښتو ژبي ته مو په خدمت او زیار کې بریالیتوب مو له هرې خوا نه غواړم.
په لومړي ځل مې مې د « لر او بر سایټ » کې د تاند خپرونو په هکله یو تازه اعلان ولوست او پکې ویل شوي و ، چې د تاند سایت په پښتو ژبه خپرونې پیل کړیدي . له همغې ورځې یعنې د 2007 کال د جولای له 7 ورځې د تاند سایت تل زما په کمپیوتر کې خلاص وي ، نژدې ټولې لیکنې یې په مینه لولم . خبرونه ، مقالې ، معلوماتي ، سپورتي ، اقتصادي ، هنري او کلتوري موضوعات پکې خپریږي . د خبرونو تر څنګ مې د داکتر لمر روغتیایي معلومات ، لنډې کیسې ، د پښتو ژبې دتاریخ ، ګرامر و شعرونو او ادب برخې ډېرې خوښیږي .
د تاند قدرمنو مسوولینو ، چلوونکو ، قلمي همکارانو او ټولو لوستونکو ته دې د « تاند» کلیزه بختوره او مبارکه وي . د لابریاوو په هیله .
ایا خیانت د پاکستان په کلتور کې ذاتي دی؟
د لټون پایلې په سیاسي، ټولنیزو او تاریخي شرایطو کې بصیرت وړاندې کوي چیرې چې د پاکستان په اړه خیانت بحث شوی دی. لاندې د شته معلوماتو پر بنسټ یو ترکیب شوی تحلیل دی:
۱. د مشرانو لخوا سیاسي خیانت ډیری سرچینې د پاکستان سیاسي مشران د فساد، واک مبارزو او ځان غوښتنې اجنډا له لارې د خلکو باور سره د خیانت کولو لپاره نیوکه کوي. د مثال په توګه:
د عمران خان د حکومت ړنګول د مخالفو ګوندونو لخوا د “خیانت” په توګه تشریح شوي چې د ملي هوساینې په پرتله په واک کې ډیر لیوالتیا لري
پوځي او سیاسي اشرافیان د ملي حاکمیت په پرتله د بهرنیو ګټو (د مثال په توګه، د متحده ایالاتو اتحادونو) ته لومړیتوب ورکولو، د دیموکراتیکو ادارو کمزوري کولو تورن شوي دي.
۲. د پاکستان د بنسټ ایښودونکو اصولو سره ایډیالوژیکي خیانت
پاکستان د یو اسلامي دولت په توګه تاسیس شو، مګر ځینې یې استدلال کوي چې مشران یې نه یوازې له دې لید څخه انحراف کړی دی: بلکې هیڅکله د داسې نظام لپاره اراده نه وه،
د جناح د سیکولر-ډیموکراټیکو ژمنو څخه د اسلام کولو پالیسیو ته بدلون (په ځانګړي توګه د ضیاء الحق په دوره کې) اقلیتونه لکه عیسویان او احمدیان له ځانه لرې کړل.
د اهدافو پریکړه لیک (۱۹۴۹) د جامع حکومتدارۍ څخه د وتلو نښه وه، غیر مسلم او غیر پنجابي مشران یې له پامه وغورځول چې د پاکستان غورځنګ ملاتړ یې کاوه.
۳. د اقلیتونو ټولنیز او مذهبي خیانت
پښتانه، سره له دې چې د پاکستان په جوړولو کې یې ونډه درلوده، د سپکاوي قوانینو او ډله ییز تاوتریخوالي له امله له ځورونې سره مخ دي، چې د “لوی خیانت” په توګه بیان شوي.
صوفي دودونه، چې په زغم ټینګار کوي، ډیری وختونه د سخت دریځو عالمانو لخوا حاشیه کیږي، کلتوري کثرتیت له منځه وړي.
۴. کلتوري انعطاف د سیاسي ناکامیو په وړاندې
په داسې حال کې چې خیانت په سیاسي او مذهبي برخو کې روښانه شوی، د پاکستان کلتور پخپله – چې په میلمه پالنه، کورنۍ اړیکو او هنري میراث کې ریښې لري – په طبیعي ډول خیانت نه دی. دا مسله د کلتوري ارزښتونو په پرتله د ځواک جوړښتونو سره ډیره ده.
پایله خیانت د پاکستاني کلتور لپاره داخلي دی مګر د هغې په سیاسي او اداري تاریخ کې تکراري موضوع ده. د خلکو د نظریاتو (یووالي، اسلامي اخلاقو) او اشرافو کړنو ترمنځ واټن دا تصور پیاوړی کوي. .
د تاند ویب پاڼي درنو او ښاغلیوچلوونکو سلامونه او احترامات. ستاسي د ویب پاڼي د نولس کلن کېدلو مبارکي درته وایم. زه ګومان کوم او حتی یقین لرم چي تر پنځه لسو کلونو زیات به یې هره ورځ لولم. که له انصافه تېر نه سو نو ویلای سم چي په هره برخه کي مو خپل ژورنالیسټي کمال ځلولی، بې طرفي مو ساتلې او نه بوازي مو پر وخت او دقیق خبرونه خپاره کړي دي بلکه خپلو لوستونکو ته مو په هر وخت کي په هره ساحه کي کره او د استفادې وړ مضامین ورکړي دي. تاسي ټولو ته د دې بریاوو مبارکي وایم. حق متعال مو نوري او پرله پسې بریاوي په نصیب کړه. آمین.
درنو هېوادوالو، د تاند درنې او ژمنې خواریکښو چلوونکو او د دې پاڼې قلمی همکارانو السلام علیکم.
تاسو ټولو ته د دغې برېښنایی پاڼې د اوولسم کال مبازکی وایم. تاند د نورو موضوعاتو( ادب، مرکه، ورزش…) ترڅنګ د تازه او نویو خبرونو د خپرولو برخه کی مخکښه ده. یو شمېر نور دری او پښتو خپرونې خبرونه له همدې پاڼې اخلی. ادبی برخه او دنویو کتابونو د معرفی برخه یې هم په زړه پورې ده. ورته لازیات بری غواړم.
د تاند ویبپاڼې د بنسټ نولسمه کلیزه دې مبارک وي
نن د پښتو ژبې او ادب لپاره د خوښۍ او ویاړ ورځ ده. نولس کاله وړاندې د تاند په نوم هغه علمي، فرهنګي او خبري ویبپاڼه بنسټ کېښودل شوه چې په ډېر لنډ وخت کې یې د نړۍ د پښتنو ترمنځ د باور، پوهې او سالم قلم یو ارزښتناک ځای خپل کړ.
تاند په دې نولس کلن سفر کې یوازې د خبرونو خپروونکې نه ده پاتې شوې، بلکې د علم، ادب، څېړنې، تاریخ، ژبپوهنې، روغتیا، ښوونې او روزنې، ټکنالوژۍ او ټولنیزو اندونو د خپرولو یو پیاوړی مرکز ګرځېدلې ده. سلګونو لیکوالانو، شاعرانو، څېړونکو او پوهانو خپلې لیکنې د همدې لارې له زرګونو لوستونکو سره شریکې کړې دي، او دا چاره د پښتو د علمي پانګې په بډاینې کې ارزښتناکه ونډه لري.
په داسې زمانه کې چې د معلوماتو نړۍ هره ورځ پراخېږي، د یوې خپلواکې، باوري او علمي رسنۍ شتون د هر ملت لپاره ستره شتمني ده. تاند په همدې مسؤولیت سره هڅه کړې چې حقیقت، علم، اعتدال او فرهنګي ارزښتونه خپلو لوستونکو ته ورسوي او د سالم فکر او رغنده بحث دود پیاوړی کړي.
د تاند بریا یوازې د یوې رسنۍ بریا نه ده، بلکې د پښتو ژبې، د پښتنو د علمي ودې او د فرهنګي هویت د پیاوړتیا بریا ده. هره هغه لیکنه چې د پوهې یوه نوې کړکۍ پرانیزي، هره څېړنه چې حقیقت روښانه کړي او هره سالمه نظریه چې د پرمختګ لپاره لار هواره کړي، د تاند د رسالت یوه برخه ګڼل کېږي.
د دې نیکمرغې ورځې په مناسبت د تاند بنسټګرو، مسؤولانو، لیکوالانو، ژباړونکو، همکارانو او میلیونو لوستونکو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. هیله ده چې دا روښانه علمي او فرهنګي مشعل تل روښانه وي، د پښتو ژبې د ودې او د پوهې د خپرېدو لپاره لا ستر خدمتونه وکړي او راتلونکي نسلونه هم ترې ګټه واخلي.
د تاند نولسمه کلیزه دې مبارک وي؛ قلم دې تل تاند، فکر دې تل روښانه، او لار دې تل د علم، حقیقت او ملي یووالي لار وي .
الله دې وکړي چې تاند د راتلونکو لسیزو لپاره هم د پښتو ژبې، علم، ادب او ملي فرهنګ یو روښانه او تلپاتې ستوری پاتې شي .
د ډاکټر ش میره کی له خوا
د روغتیا د برخه ، ستاسو خادم
اااااااالسلام علیکم او وعلیکم السلام دواړه ځکه دتاند له برکته موږ نظر لرونکی تر یوه حده پورې یوبل وپېژنو دغه پېژندګلوی دملی احساساتو، ملی صبغې، هویت او اخلاقی ادابو په رڼا کې دتاند په نشراتی ارګان کې رامنځ ته شو اود یوه پله حیثیت یې ځان ته غوره کړی.
هو! تاند تکړه لیکوالان، عالمان، طبیبان، پوهان او پوهاندان اوشهیر اندیشمندان لری دغه ۱۹ یا ۱۷ کلنه کلیزه دې ورته مبارک باد وی دلا بریا ، صبر، زغم، او جامع سوچ او ملی یووالی په هیله.په درنښت