تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۶ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو تر غونډې وړاندې د ایټالیا د صدراعظمې جورجیا میلوني په اړه یوه بله جنجالي ادعا په خواله رسنۍ کې شریکه خپره کړې چې د دواړو مشرانو ترمنځ روان کړکېچ یې لا پسې زیات کړی دی.
ټرمپ په خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کې یو داسي ایډیټ شوی تصویر خپور کړی؛ لکه جورجیا میلوني چې ده ته په مینه ګوري او یا له ده سره غیرعادي لېوالتیا لري.
ټرمپ د دې تصویر ترڅنګ لیکلي: «زه له میلوني څخه د لېري کېدو حکم (Restraining Order) ته اړتیا لرم.»
دا پوسټ په داسې وخت کې خپور شوی چې ټاکل شوې دواړه مشران په ترکیه کې د ناټو په غونډه کې له نورو نړیوالو مشرانو سره ګډون وکړي.
د راپور له مخې، د دواړو ترمنځ اختلاف هغه مهال پیل شو چې ټرمپ د جي ۷ د سرمشرې په مهال ادعا وکړه چې جورجیا میلوني څو ځله ورڅخه د ګډ عکس اخیستو غوښتنه کړې وه.
ټرمپ همداراز ویلي و چې اروپا د انرژۍ او کډوالۍ په برخو کې ناسمې پرېکړې کړې دي، او که دا ستونزې حل نه شي، اروپا به پخوانی حالت ونه ونه ویني.
له دغو څرګندونو وروسته، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تیاني واشنګټن ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ، او جورجیا میلوني د ټرمپ ادعاوې «بشپړ دروغ او بېاساسه» وبللې.
میلوني ویلي و: «نه ایټالیا او نه هم زه هېڅکله چا ته زارۍ نه کوو.»
هغې زیاته کړې وه چې د لوېدیځ د اتحاد ملاتړ کوي، خو د قوي اړیکو بنسټ روڼتیا او ښکاره دریځ دی، او تل خپلې خبرې په ډاګه کوي.
د راپورونو له مخې، د دواړو مشرانو اړیکې هغه مهال لا پسې ترینګلې شوې چې ایټالیا د ایران پر ضد د امریکا د اقداماتو له بشپړ ملاتړ څخه ډډه وکړه.