لکیوال: پوهنیار نذیراحمد رښتینی
سریزه
غونډه د هرې ادارې، ټولنې، علمي مرکز، سیاسي حرکت او مدني بنسټ د فعالیتونو یوه مهمه برخه ده. مهمې پريکړې، فکري تبادلې، مشورې، ارزونې او راتلونکي پروګرامونه د غونډو په مرسته تنظیمېږي. که یوه غونډه په ښه ډول مدیریت او تنظیم سي، د وخت سپما، د ګډونوالو رضایت، اغېزمنې پريکړې او مطلوبې پایلې تضمینوي. خو که غونډه له نظم، پلان او مدیریت څخه بېبرخې وي، نه یوازي دا چې خپل هدف ته نه رسېږي، بلکې د ګډونوالو وخت، انرژي او باور هم له مینځه وړي.
له بده مرغه زموږ په ډېرو لویو او کوچنیو غونډو کې داسي ستونزې سته چې د غونډو کیفیت، اغېزمنتیا او ارزښت کمزوری کوي. د دغو ستونزو پېژندل او د حل لهپاره یې عملي لارې موندل د هرې ادارې او ټولنې ګډ مسؤلیت دئ.
د غونډو مهمې ستونزې
۱- پر ټاکلي وخت د غونډې نه پیلول
وخت د انسان تر ټولو ارزښتمنه شتمني ده. کله چي غونډه له اعلان سوي وخت څخه وروسته پیلېږي، د هغو کسانو حق تر پښو لاندي کېږي چې پر وخت حاضر سوي وي. د وخت نه مراعات د ادارې د بېنظمۍ او کمزوري مدیریت څرګندونه هم کوي.
۲- د ګډونوالو ناوخته حاضرېدل
ډېری وخت ګډونوال، حتی ځانګړي مېلمانه، له ټاکلي وخت څخه وروسته غونډې ته راځي. دا چاره د غونډې جریان ګډوډوي او کله ناکله ویناوال اړ کېږي چې خپله وینا تکرار کړي یا د راتلونکو مېلمنو انتظار وباسي.
۳- د اجنډا نستوالی
هره غونډه باید له مخکې روښانه اجنډا ولري. کله چې اجنډا نه وي، هر څوک بېلابيلې موضوعګاني مطرح کوي، بحثونه اوږدېږي او اصلي هدف له پامه غورځي.
۴- د ویناوالو ناڅاپي ټاکنه
په ډېرو غونډو کې ویناوال له مخکې څخه نه وي ټاکل سوي، بلکې د غونډې پر مهال په ناڅاپي ډول د خبرو کولو غوښتنه ځني کېږي. دا کار د وینا کیفیت کموي او د غیر مسلکي مدیریت څرګندونه کوي.
۵- د موضوع نه ټاکل
کله ناکله ویناوال نه پوهېږي چې د کومې موضوع په اړه باید خبرې وکړي. د موضوع نه ټاکل د تکراري، غیر منظم او بېګټې خبرو سبب کېږي.
۶- د وخت نه مراعات
ځینې ویناوال تر ټاکلي وخت څو برابره زیاتې خبرې کوي او نورو ته د خبرو فرصت نه پرېږدي. د وخت مدیریت د هرې بریالۍ غونډې اساسي اصل دی.
۷- له موضوع څخه انحراف
ډېری ویناوال د خپلې موضوع پر ځای شخصي خاطرو، غیر اړوندو مثالونو او فرعي بحثونو ته مخه کوي. دا کار د غونډې موخه کمزورې کوي.
۸- بېاړتیا تګ راتګ
د غونډې پر مهال د ګډونوالو دوامدار وتل او ننوتل د ویناوالو تمرکز ماتوي او د غونډې فضا ګډوډوي.
۹- په غونډه کې شخصي خبرې
د څنګ ناستو کسانو ترمنځ په غوږ کې خبرې، خندا، ټوکې او شخصي بحثونه د نورو ګډونوالو پام اړوي او د غونډې وقار ته زیان رسوي.
۱۰- د موبایل تلیفونونو کارول
د غونډې پر مهال د موبایل زنګ وهل، پرلهپسې ټیلیفوني خبرې، پیغامونه لیکل او په ټولنیزو شبکو کې بوخت پاتې کېدل د غونډې د بېنظمۍ له مهمو عواملو څخه دي.
۱۱- د خدماتو نابرابري
په ځینو غونډو کې یوازې د لومړي قطار یا ځانګړو مېلمنو خدمت ته پاملرنه کېږي، خو نور ګډونوال له اوبو، مناسبې هوا، ناستې ځای او نورو اسانتیاوو بېبرخې پاتې کېږي. دا کار د تبعیض احساس پیدا کوي.
۱۲- د غږیزو وسایلو ستونزې
د مایک، سپیکر او برېښنا تخنیکي ستونزې د وینا کیفیت کموي او د غونډې جریان اغېزمنوي.
۱۳- د مناسب چاپېریال نشتوالی
نامناسبه رڼا، ګرمي یا یخني، د تالار شور او د ناستې نامناسب تنظیم د ګډونوالو تمرکز له منځه وړي.
۱۴- د غونډې د مشر کمزوری مدیریت
که د غونډې رئیس د وخت، اجنډا او ګډونوالو کنټرول ونه کړي، غونډه په اسانۍ سره خپل نظم له لاسه ورکوي.
۱۵- د ګډونوالو بېاحترامي
د ویناوالو خبرې پرې کول، بېځایه نیوکې، لوړ غږ او غیر مناسب چلند د غونډې فرهنګ زیانمنوي.
۱۶- د پرېکړو نه ثبتول
که د غونډې پرېکړې او سپارښتنې ونه لیکل شي، وروسته د عملي کولو پر مهال اختلافات رامنځته کېږي.
۱۷- بېپایلې اوږدې غونډې
هغه غونډې چې ساعتونه دوام وکړي خو روښانه پایله ونه لري، د ګډونوالو ستړیا او بېباوري زیاتوي.
۱۸- د غونډې نامنظمه پای
غونډه باید د لنډې ارزونې، د پرېکړو د اعلان، د راتلونکو مسؤلیتونو د وېش او د ګډونوالو د مننې په کولو سره پای ته ورسېږي. له بده مرغه په ډېرو غونډو کې دا اصول نه مراعاتېږي او هر څوک پر خپل سر تالار پرېږدي.
د بریالۍ غونډې ځانګړنې
بریالۍ غونډه هغه ده چې:
پر ټاکلي وخت پیل او پر ټاکلي وخت پای ته ورسېږي.
روښانه اجنډا ولري.
ویناوال له مخکې وټاکل شي.
هر ویناوال د وخت پابندي وکړي.
ټول ګډونوال په مساوي درناوي سره چلند ورسره وشي.
د غونډې نظم وساتل شي.
د موبایلونو کارول محدود وي.
پرېکړې په لیکلې بڼه ثبت شي.
مسؤلیتونه مشخص او د عملي کولو مهالویش وټاکل شي.
غونډه له واضحې پایلې سره پای ته ورسېږي.
پایله
د غونډو کیفیت یوازې د تالار په ښکلا یا د ګډونوالو په شمېر نه ارزول کېږي، بلکې د نظم، وختپابندۍ، ښه مدیریت، روښانې اجنډا، اغېزمنو بحثونو او عملي پایلو له مخې سنجول کېږي. هره اداره او ټولنه چې د غونډو اصول مراعات کړي، هم د خپلو غړو باور ترلاسه کوي او هم خپلو موخو ته په چټکۍ او اغېزمنتیا رسېږي.
که غواړو زموږ غونډې د وخت د ضایع کېدو پر ځای د فکر، تصمیم او پرمختګ مرکزونه شي، نو باید د غونډو فرهنګ اصلاح کړو، د نظم اصول مراعات کړو او هر ګډونوال خپل مسؤلیت په اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي. همدا کار به زموږ غونډې له تشریفاتي ناستو څخه اغېزمنو او پایلهورکو مجلسونو ته واړوي.