«ملي مرکه؛ د ملي یووالي، سولې او پرمختګ لاره»
هامبورګ – د ۲۰۲۶ کال د جولای ۵مه
د یکشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۵مه، هامبورګ ښار د «ملي مرکې» د دویمې ناستې او د دغه بهیر د نړیوالو ناستو د دیارلسمې دورې کوربه و، چې د « ټولنیز عدالت، د تلپاتې سولې او ملي یووالي بنسټ» تر شعار لاندې جوړه شوه. په دې ناسته کې ګڼ شمېر سیاسي، علمي، فرهنګي او ټولنیزو افغان شخصیتونو، مدني فعالانو او د یو شمېر بنسټونو استازو ګډون کړی و.
دا غونډه د «ملي مرکې» د پرله پسې ناستو د لړۍ په دوام جوړه شوه. ملي مرکه یو ولسي, خپلواک او ټولګډونی بهیر دی چې د افغانانو تر منځ د ملي خبراترو د پراختیا، د ملي تفاهم، انسجام او اجماع رامنځته کولو او د تلپاتې سولې، ټولنیز عدالت او ملي یووالي د ترلاسه کولو لپاره عملي لارې چارې لټوي.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه. ورپسې د هامبورګ د څانګې مشر ښاغلي خیرالله سراج ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ناستې د موخو او اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل او بیا د ملي مرکې د مشرتابه پلاوي غړي خوشال روهي د ملي مرکې د موخو، لیدلوري او راتلونکو ګامونو په اړه وینا وکړه او د هېواد د کړکېچونو لپاره د ملي حللارو په موندلو کې یې د افغانستان د ټولنې د ټولو پرګنو د ګډون پر ارزښت ټینګار وکړ.
ورپسې، د ټولنیزو علومو کارپوه احمد مختار نادري د «ټولنیز عدالت؛ د تلپاتې سولې او ملي یووالي بنسټ» تر سرلیک لاندې یو پرېزنټېشن وړاندې کړ او په ترڅ کې یې د افغانستان تاریخي تجربې او په نړۍ کې د سولې د بهیرونو بریالۍ او ناکامې بېلګې وڅېړلې. هغه ټینګار وکړ چې تلپاتې سوله له ټولنیز عدالت، د قانون له حاکمیت، د خلکو له رښتیني ګډون، امنیت او ملي اعتماد پرته ممکنه نه ده.
په پرانیستې بحث کې، ګډونوالو د لاندې موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل:
■ په افغانستان کې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو لارې چارې؛
■ د سولې په ټینګښت کې د ټولنیز عدالت او د اتباعو د اساسي حقونو رول؛
■ د ښځو د اساسي حقونو، په ځانګړې توګه د زدهکړې، کار او ټولنیز ګډون پر تامین ټینګار؛
■ د هېواد له کړکېچونو څخه په تېرېدو کې د ملي یووالي او اجماع ارزښت؛
■ د ملي بهیرونو په ملاتړ کې د افغانستان د کډوالو او دیاسپورا ټولنې رول؛
■ د ټولنیز انسجام، ملي واکمنۍ او ملي مشارکت د پیاوړتیا لارې چارې.
په ټوله کې ګډونوالو د ټولنیز عدالت او بشري حقونو پر نقض او ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه ژوره اندېښنه وښودله او په ملي کچه یې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې، په هامبورګ کې د ملي مرکې د شپږ میاشتنیو فعالیتونو راپور وړاندې شو او ورپسې د دغې څانکې د سيمهييزو مسئولانو انتخابات ترسره شول چې د ګډونوالو د رایو پر بنسټ، ټاکل شوي کسان به تر یوه بل کال پورې د څانګې چارې پر مخ بیایي.
د ناستې په پای کې، د بحثونو لنډیز او مهمې پرېکړې د خوشال روهي له خوا وړاندې شوې. په دې لنډیز کې د ملي خبرو اترو پر دوام، د دغه بهیر د خپلواکۍ پر ساتلو، د ټولنې د ټولو قومونو او پرګنو د ګډون پر پیاوړتیا، انساني حقونو او کرامت ته پر درناوي او د تلپاتې سولې، ټولنیز عدالت او ملي یووالي پر بنسټ روښانه راتلونکي ته د رسېدو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وشو.
سمبالوونکو اعلان وکړ چې په دې ناسته کې مطرح شوي وړاندیزونه او نظرونه به په دقت سره ثبت کېږي او د افغانستان د راتلونکې په اړه به د ملي حللارو په تدوین کې ګټه ترې اخیستل کېږي.