تاند (سېشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۶ مه) د افغانستان لومړنی ستورمزلی، عبدالاحد مومند، چې فضا ته یې سفر کړی و، د دوشنبې په ورځ په کابل کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی تیره اوونۍ د سرطان ناروغۍ له امله په جرمني کې وفات شو او جنازه یې افغانستان ته یووړل شوه.
د مومند جنازه د دوشنبې په سهار له مونشن څخه کابل ته ورسول شوه. چارواکي، د هغه د کورنۍ غړي، ملګري او ګڼ شمېر نور افغانان د کابل په هوايي ډګر کې د هغه د جنازې مخې ته ورغلل.
وروسته د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو او بیا د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
د جنازې په مراسمو کې ګډون کوونکو چارواکو د هغه مړینه د افغانستان لپاره ستره ضایعه وبلله.
عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ کال کې د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې زېږېدلی و. په کابل کې او په پخواني شوروي اتحاد کې یې د پیلوټۍ زده کړې کړې وې.
په ۱۹۸۸ کال کې مومند د شوروي د سایوز ستوربېړۍ Soyuz spacecraft په وسیله میر فضايي تمځي ته سفر وکړ او په دې توګه فضا ته تلونکی لومړی افغان او څلورم مسلمان شو.
د دې سفر له کبله د مومند نوم د افغانستان د ساینس او هوايي چلند په تاریخ کې تلپاتې شو او همداراز د بشري فضايي سفرونو په تاریخ کې یې ځانګړی ځای خپل کړ.
مومند وروسته د جرمني په شتوتګارت ښار کې مېشت شو. تېره یکشنبه په جرمني کې د سرطان ناروغۍ له څو کلنې درملنې وروسته په یوه روغتون کې وفات شو. نوموړی ۶۷ کلن و.