تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۶ مه) د پاکستان د پوځ لوی درستیز، عاصم منیر، ویلي چې پاکستان به د هغو امنیتي ګواښونو پر وړاندې چې د ده په وینا «د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي» هېڅ ډول نرمښت ونه ښيي او د دغو ګواښونو پر ضد به خپلو پوځي او استخباراتي عملیاتو ته دوام ورکړي.
د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي چې دا عملیات د پاکستان د مشروع حق یوه برخه ده چې د خپلو وګړو د امنیت او دفاع لپاره یې ترسره کوي.
د پاکستان پوځ دا خبرداری وروسته له هغه ورکړ چ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان د دفاع د حق ملاتړ کوي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د دوشنبې په ورځ (جولای ۶) په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د قوماندانانو په غونډه کې وویل چې دا د طالبانو مسوولیت دی د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو د کارول کېدو مخه ونیسي.
په دې غونډه کې لوړپوړو پوځي چارواکو د کورني امنیت وضعیت، سرحدي پرمختګونو او د سیمې د امنیتي ننګونو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه وایي چې د پوځ قوماندانانو د هغو وسلهوالو ډلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د دوی په وینا د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له خاورې د پاکستان دننه د بریدونو لپاره استفاده کوي او د هند ملاتړ ورسره شته.
د پاکستان د پوځ چارواکو ویلي چې په سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات هغه وخت ممکن دی چې د افغانستان خاوره د وسلهوالو ډلو له لوري ونه کارول شي.
پاکستاني پوځ همداراز ویلي چې د «غضب للحق» په نوم عملیاتو تر چتر لاندې به د هغو ګواښونو پر ضد خپلو استخباراتي او هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي چې د دوی په وینا د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه سرچینه اخلي.
په خبرپاڼه کې د «فتنه الاخوارج» او «فتنه الهندوستان» اصطلاحات هم کارول شوي دي.
اسلاماباد د «فتنه الاخوارج» اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان او د هغه د متحدو ډلو ته کاروي، او «فتنه الهندوستان» هغو ډلو ته وایي چې د پاکستاني چارواکو په وینا د هند ملاتړ لري.
د پاکستان د پوځ قوماندانانو همداراز په ناامنه سیمو کې د حکومتي جوړښتونو پر پیاوړتیا، د عامه خدماتو پر پراختیا او د وسلهوالو ډلو او منظمو جرمونو ترمنځ د اړیکو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
د افغانستان د طالبانو حکومت په ځلونو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د کار اخیستو ادعاوې رد کړي او له پاکستانه یې غوښتي چې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې په خپله حل کړي.