تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۲مه) پر افغانستان د پاکستان له خونړیو بریدونو سره سره چې ګڼ شمېر ملکیانو ته یې مرګ ژوبلې اړولي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان د دفاع د حق ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي: «د پاکستان خلکو د ترهګرو له لاسه ډېر کړاوونه ګاللي دي.»
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دوشنبې په ورځ وویل، د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې، چې د افغانستان په درو ولایتونو کې وشول، لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.
طالبانو وروسته وویل چې د پاکستان پر خاوره یې هوايي بریدونه کړي، خو اسلام اباد ویلي چې امنیتي ځواکونو یې په بلوچستان ایالت کې د څلورو بېپیلوټه الوتکو (ډرونونه) بریدونه شنډ کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، افغانستان او پاکستان، چې پخوا متحدان وو، د روان کال په فبرورۍ کې د وروستیو کلونو تر ټولو سختې نښتې وکړې.
رویټرز لیکلي، پاکستان اتومي وسلې لري او پوځي وړتیاوې یې د افغانستان پرتله ډېرې پیاوړې دي، خو طالبان، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې واکمن دي، د چریکي جګړو پراخه تجربه لري او له کلونو جګړې وروسته بېرته واک ته رسېدلي دي.
راپور زیاتوي چې پاکستان د امریکا یو مهم غیر ناټو متحد دی او د ډونالډ ټرمپ له بېرته واک ته رسېدو وروسته د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې هم ښې شوې دي. همداراز، پاکستان د امریکا او اسراییل ترمنځ له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د منځګړي رول هم لوبولی دی.
خو امریکا په افغانستان کې د لوېدیځو ځواکونو د ۲۰ کلن اشغال په موده کې پاکستان د طالبانو په ملاتړ او له امریکا سره په دوه مخۍ تورناوه.
اسلام اباد پر طالبانو تور لګوي چې هغو وسلهوالو ته یې پناه ورکړې چې په پاکستان کې د بریدونو پلان جوړوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او اسلام اباد د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي.
جګړه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده ، په جکړه کې انسانان وژل کیږي ، کورونه ، پلونه ، اقتصادي تاسیسات ، ځنګلونه او هرڅه له منځه ځي .
د اسرائیلو + امریکا او ایران جګړې یا د روسانو خپل منځي جګړو دا مونږ ته وښوده ، چې څومره انساني او مالي تاوانونه یې یو بل ته ورسول.
د مسلمانانو ترمنځ جګړې او هغه هم د دو ګاونډیو ، همدینو ، هم مذهبو خلکو ترمنځ جګړې هېڅکله د یو بل په ګټه نه دي .
که پاکستان هر څومره نظامي او اقتصادي ځواک ولري او په خپلو وسلو ، نظامیانو مغرور وي ، د خپل ګاونډي افغانستان په مقابل کې د نورو له خوا استعمالېدل په خپل زیان هم دی . اوسنی نظامي تخنیک افغانستان ته هم داسې موقع په لاس ورکوي ، چې دغه مغرور مصنوعي ګاونډی که په ګونډو نه کړي ، خو په خپلو کړنو به سخت پښېمانه شي .
زمونږ راتلونکي نسلونه به دا په یاد ولري ، چې دا پنځوس کاله یې د افغانستان د خلکو ترمنځ تفرقه واچوله ، سره ویې جنګول ، زمونږ اقتصادی یې خرابه کړ، ملي اردو یې ړنګه ، سیاسي رژیمونه یې یو پر بل پسې را وپرځول . او هرځل یې په پل خیشتي جومات کې د شکرانې د لمونځونو ادا کولو ، په سرینا هوټل کې د پېغور چای پیالې جنګول ، د جنرال حمیدګل او کرنیل امام نظامي استخباراتي مشاوریت او د خپلو اجنټانو سیاسي پناه او په پي ای ای کې له کابله وېستل ، د مقایومت په نوم د اشرارو پروژه مخ ته وړل یې په تاریخ کې ثبت دي .
مونږ بیا هم د دواړوهېوادونو مشرانو ته لارمه ده ، چې د جګړې فتوا له نورو مراجعو ترلاسه نکړي ، وخت به تېر شو ، خو د پنجاب دا ناکردې او ظلمونه به هېرې نه شي .