تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳مه) د بلوچستان ایالت په شیراني ولسوالۍ کې یوې ژورې کندې ته د سپرایو د بس د لوېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.
د ژغورنې ادارې او ځايي چارواکو ویلي، دا پېښه د جمعې په ورځ (د جولای ۳مه) هغه مهال وشوه چې د یوه خصوصي شرکت بس له کوټې څخه اسلام اباد ته روان و.
د چارواکو په وینا، په بس کې ټول ۴۸ مسافر سپاره وو.
ټپیانو ته لومړنۍ درملنه ورکړل شوې او وروسته د پېښې له ځایه شاوخوا ۷۵ کیلومتره لرې د ژوب ښار دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ژغورنې ادارې او د شیراني ولسوالۍ مرستیال ولسوال ویلي، د وژل شویو کسانو جسدونه هم همدې روغتون ته انتقال شوي دي.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې هم یوه جلا ترافیکي پېښه شوې ده. د پوځي ویاند وحیدالله محمدي په وینا، د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره یو باروړونکی موټر، چې له پاکستانه یې ۲۲ افغان کډوال لېږدول، سیند ته لوېدلی دی.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي او ۱۰ نور بې درکه دي.