تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳مه) د لغمان ولایت په ختیځ کې یو باري موټر، چې د راستنېدونکو افغان کډوالو یوه کورنۍ پکې سپره وه، سیند ته لوېدلی، چې له امله یې لږ تر لږه څلور مړه شوي او ۱۰ نور بې درکه دي.
د لغمان د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه تېره شپه (د جمعې شپه) شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د خیرخېل په سیمه کې شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، ژغورونکو د څلورو کسانو جسدونه موندلي او اته ټپیان یې له سیند څخه ژغورلي، خو ۱۰ نور کسان لا هم ورک دي.
د والي دفتر د موټرچلوونکي بېاحتیاطي د پېښې اصلي علت بللی، خو ویلي یې دي چې د پېښې بشپړه ارزونه لا نه ده بشپړه شوې.
خبرپاڼه زیاتوي چې د بې درکو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د پلټنو له بشپړېدو وروسته به نور جزییات خپاره شي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې هره ورځ سلګونه افغان کډوال، چې له پاکستانه ایستل کېږي، د تورخم له لارې هېواد ته راستانه کېږي، او له همدې امله د ختیځو ولایتونو او کابل ترمنځ پر ترانسپورتي لارو فشار هم زیات شوی دی.
د کابل ـ جلال اباد لویه لاره، چې پلازمېنه له ختیځو ولایتونو سره نښلوي، له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان له خطرناکو سړکونو څخه ګڼل کېږي. د سړک خراب وضعیت، ستونزمنه جغرافیه او د موټرچلوونکو بېاحتیاطي په دې لاره کې د مرګونو ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
د روان کال د غبرګولي په میاشت کې هم د کابل – جلالاباد پر لویه لار د راستنېدونکو د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۱۸ تنه مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي وو.