Homeخبرونهد کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي سلا مشورو دویم پړاو کابل...

د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي سلا مشورو دویم پړاو کابل کې ترسره شو

تاند (جمعه د چنګاښ/سرطان ۱۲مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د رییسانو په کچه د سیاسي سلا مشورو دویم پړاو په کابل کې ترسره شو.

د افغان لوري مشري د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس، ډاکټر عبدالحی قانت او د روسیې د پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې ادارې رییس الکسي پاولوفسکي کوله.

دواړو لورو په دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي بدلونونو، د سیمه‌ییز ثبات او امنیت او ګډو ګټو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

په دې اړه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، پانګونې او د ترانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو د فعالولو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او سیاسي همغږۍ د دوام هوکړه هم کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې، دواړو لورو پرېکړه کړې چې د سیاسي سلا مشورو درېیم پړاو به د دواړو خواوو په هوکړه په مسکو کې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب