تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳مه) د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په تهران کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل او د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو یې خبرې وکړې.
د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، برادر د ایران د پخواني مذهبي مشر آیتالله علي خامنهيي د وژل کېدو له امله د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږۍ څرګنده کړه. دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، برادر د افغانستان او ایران ګډو فرهنګي، تاریخي او اقتصادي اړیکو ته په اشارې وویل چې دواړه ګاونډي هېوادونه پراخې او مهمې ګډې ګټې لري.
هغه همداراز وویل، د ایران په وړاندې د متحدوایالتونو او اسرائیل د بریدونو په اړه د طالبانو دریځ روښانه او ثابت پاتې شوی او دغه بریدونه یې ناقانونه وبلل او وغندل.
د خبرپاڼې له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د دواړو هېوادونو پر نژدې او دوستانه اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان او ایران باید د خپلو خلکو د هوساینې لپاره له شته فرصتونو بشپړه ګټه واخلي.
پزشکیان له افغانستان سره د اړیکو پراخول د خپل حکومت له مهمو لومړیتوبونو وبلل او زیاته یې کړه چې دواړه حکومتونه باید د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره له ټولو شته ظرفیتونو کار واخلي.
ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره یوځای تهران ته تللی، څو د آیتالله علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.