Homeخبرونهد نړۍ په ۱۰ غوره پاسپورټونو کې ۹ ارويايي دي

د نړۍ په ۱۰ غوره پاسپورټونو کې ۹ ارويايي دي

د نړۍ د پاسپورټونو نوی نړیوال شاخص؛ سویډن لومړی، او سنګاپور په لسو غوره پاسپورټ لرونکو هیوادونو کې یوازینی غیر اروپايي هېواد دی.

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳مه) د پاسپورټ نړیوال شاخص (GPI) د ۲۰۲۶ کال پنځم کلنی راپور خپور کړ چې له مخې یې یو ځل بیا اروپايي هېوادونو د نړۍ د تر ټولو پیاوړو پاسپورټونو په درجه‌بندۍ کې برلاسي خپله کړې ده.

د ګلوبل سیټیزن سلوشنز د دې شاخص له مخې، د نړۍ له لسو غوره پاسپورټونو څخه نهه یې د اروپا دي او یوازې سنګاپور د لسو غوره هېوادونو په ډله کې یوازینی غیر اروپايي هېواد دی.

دا شاخص د هنلي پاسپورټ شاخص برعکس، یوازې د بې‌ویزې سفر امکانات نه ارزوي، بلکې د پانګونې جذابیت او د ژوند کیفیت هم په پام کې نیسي.

د ارزونې پر مهال د مالیاتي چاپېریال، نوښت، اقتصادي سیالۍ، روغتیايي خدمتونو، امنیت، اقلیم او ټولنیزو زېربناوو په څېر معیارونه هم ارزول شوي دي.

د ګلوبل سیټیزن سلوشنز اجرايي مشرې پاتریشیا کاسابوري ویلي، د اروپا برلاسي د یوه واحد امتیاز له امله نه، بلکې د بې‌ویزې سفر، د ژوند د لوړ کیفیت او اقتصادي فرصتونو د متوازن ترکیب پایله ده.

هغې زیاته کړې، که څه هم سنګاپور د بې‌ویزې سفر له پلوه تر ټولو پیاوړی پاسپورټ لري او د خلیج او اسیا ځینې هېوادونه د پانګونې له اړخه ورسره سیالي کوي، خو اروپا یوازینۍ سیمه ده چې نړیوال تګ راتګ د ژوند له لوړ کیفیت سره یوځای وړاندې کوي.

د ۲۰۲۶ کال د نړۍ لس پیاوړي پاسپورټونه

  1. سویډن
  2. سویس
  3. فنلنډ
  4. جرمني
  5. هالنډ (ګډ پنځم)
  6. ډنمارک (ګډ پنځم)
  7. ایرلنډ
  8. بریتانیا
  9. ناروې
  10. سنګاپور

د راپور له مخې، بریتانیا که څه هم لا هم د لسو غوره پاسپورټونو په ډله کې ده، خو د بې‌ویزې سفر په برخه کې یې رتبه د برېګزیټ له امله راټیټه شوې ده. د راپور په وینا، برېګزیټ د بریتانیا اتباعو ته په اروپايي ټولنه کې د ژوند، کار او استوګنې هغه اتومات حق له منځه یووړ چې مخکې یې درلود.

راپور همداراز ښيي چې متحد‌ایالتونه د جي‌۷ هېوادونو په منځ کې د تېرو پنځو کلونو تر ټولو لوی نزول کړی دی. امریکا چې په ۲۰۲۱ کال کې د GPI په شاخص کې لومړی ځای درلود، په ۲۰۲۵ کال کې ۱۴م مقام ته ولوېده او سږ کال یې خپل ځای تر ۱۲م مقامه لږ ښه کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب