Homeخبرونهافغان لوبغاړو د جنوبي اسیا د بدني ښکلا په سیالیو کې د...

افغان لوبغاړو د جنوبي اسیا د بدني ښکلا په سیالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټل

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۲ مه) د افغانستان د بدن‌جوړونې او فټنس ملي لوبډلې لوبغاړو د جنوبي اسیا د بدن‌جوړونې د سیالیو په شپاړسم پړاو کې د سرو زرو دوه، د سپینو زرو ۳ او د ژېړو یو مډال وګټل او څلورم مقام یې خپل کړ.

د افغانستان د بدن‌جوړونې فدراسیون د معلوماتو له مخې، میوند بابکرخېل د افغانستان لپاره د سرو زرو یو میډال وګاټه.

همداراز ریاض رحمان احسان د ۲۱ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو په برخه کې او احمد حبیبي د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل.

بلال جلیلي هم د اتلټیک فزیک په برخه کې، د ۱۶۷ سانتي‌متره قد په کټګورۍ کې د ژېړو یا برونزو مډال وګاټه.

فدراسیون زیاته کړې چې د بدن‌جوړونې سیالۍ د ۷۵ کیلوګرامه او له هغه پورته وزنونو په برخه کې به نن د جمعې په ورځ هم دوام ولري او د افغانستان یو شمېر نور ملي لوبغاړي به د مډالونو لپاره سیالۍ وکړي.

د افغانستان لوبډله په دغو سیالیو کې له ۱۸ لوبغاړو سره ګډون لري.

د جنوبي اسیا د بدن‌جوړونې شپاړسم پړاو سیالۍ د چنګاښ له ۹مې تر ۱۳مې د بوتان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

افغان لوبغاړو د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ هم د سرو زرو یو، د سپینو زرو ۲ او د برونزو یو مډال ګټلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب