Homeخبرونهپه افغانستان کې د پاکستان بریدونو د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنې...

په افغانستان کې د پاکستان بریدونو د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنې راپارولي

سرچینه: هیومن رایټس واج

لیکواله: فرشته عباسي

ټول ښکېل لوري باید د ملکي وګړو د ساتنې لپاره ټول ممکن احتیاطي تدابیر ونیسي

د جون په ۲۹مه، د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان هوايي بریدونو، چې په درېیو ولایتونو کې ترسره شول، لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي ووژل او لږ تر لږه ۴۹ نور یې ټپیان کړل، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو. دا خبره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو  مرستندوی پلاوي (UNAMA) کړې ده. پاکستاني چارواکي وایي چې دوی هغه وسله‌وال په نښه کول چې څو ورځې مخکې یې په کراچۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید کړی و، خو د برید په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

یوناما راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو د پولې هاخوا بریدونو له امله په افغانستان کې له ۷۵۰ څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې ډېری یې د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د هوايي بریدونو قربانیان دي. پاکستان ادعا کوي چې یوه پاکستانۍ وسله‌واله ډله، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، په پاکستان کې بریدونه کړي، چې په ځینو کې یې ملکي وګړي هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

یوازې د ملکي تلفاتو شتون په خپله د جګړې د قوانینو د سرغړونې قطعي ثبوت نه ګڼل کېږي، خو د ملکي کسانو د وژل کېدو راپورونه د دې اړتیا زیاتوي چې د بریدګرو او یا هم د مدافع ځواکونو له لوري د احتمالي جنګي جرمونو په اړه بې‌طرفه او خپلواکې څېړنې ترسره شي.

یوناما مخکې هم راپور ورکړی و چې د اپرېل په ۲۷مه د کونړ ولایت په اسعدآباد ښار او نورو سیمو کې پاکستان په هوايي بریدونو ۷ ملکي وګړي ووژل او ۷۹ نور یې ټپیان کړل، چې ۱۳ ښځې او ۳۹ ماشومان هم پکې شامل وو.

د سیمې یوه اوسېدونکي د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) ته ویلي و:

«زما څلور کلنه لور، نیلا، ټپي شوې او د لاس ګوتې یې له لاسه ورکړې دي. زما ۱۱ کلن ورور احمد ووژل شو. ما خپل کور ویجاړ شو او زما لور به ټول عمر له معلولیت سره ژوند کوي. دا اوس زموږ د ژوند نوی حقیقت دی.»

د مارچ په ۱۶مه، د پاکستاني ځواکونو په کابل کې د امید د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز هوايي برید وکړ چې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي یې ووژل او له ۱۲۲ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل، چې ډېری یې د همدې مرکز ناروغان وو. هیومن رایټس واچ د دې پېښې په اړه څېړنه کړې او ویلي یې دي چې هېڅ داسې شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي د امید مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده؛ له همدې امله یې دا برید غیرقانوني او بې‌توپیره برید بللی دی.

سربېره پر دې، د پاکستاني ځواکونو د هاوان او توپچي بریدونو له امله ۱۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له مخکې نه خراب بشري وضعیت یې نور هم سخت کړی، په ځانګړي ډول ځکه چې پاکستان په زور ګڼ شمېر افغان کډوال هم دغو سیمو ته ستانه کړي دي.

د نړیوال بشري قانون له مخې، د جګړې ټول ښکېل لوري مکلف دي چې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره ټول عملي احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي. برید کوونکي ځواکونه باید تل د ملکي وګړو او ملکي تأسیساتو او د جنګیالیو او پوځي هدفونو ترمنځ توپیر وکړي او یوازې پوځي هدفونه په نښه کړي.

همداراز، مدافع ځواکونه هم باید تر خپلې وسې پورې هغه ملکي وګړي چې تر واک لاندې یې دي، د بریدونو له اغېزو خوندي وساتي، او د امکان تر حده پوځي هدفونه د ګڼ مېشتو سیمو ترڅنګ ځای پر ځای نه کړي. خو که یو لوری له دې اصولو سرغړونه وکړي، دا د مقابل لوري قانوني مسؤلیتونه نه ختموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

لومړی فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   ځینې انسانان د ژوند سفر له ارامۍ پیلوي، خو ځینې نور د توپونو، راکټونو او باروتو...