Home+پر "غازي سردار" د صفیې حلیم زیار | غني حسن

پر “غازي سردار” د صفیې حلیم زیار | غني حسن

لنډه یادونه:

(څه وخت مخکي کندهار کي د ( استعمار پر وړاندي د میرویس نیکه د مبارزې او پاڅون ۳۲۰مي کالیزې اړوند علمي او څېړنیز سیمینار) کي د څو علمي مرکزونو لکه علامه رشاد اکاډمۍ او څو لیکوالو لکه: محمدالله زنداني بابی، استاد مطیع الله روهیال، استاد هارون صمیم، اغلې پروین ملال او صفیې حلیم له لوري د کتابونو مرسته وسوه، چي شاوخوا سل سیټه کتابونه د سیمینار ګډونوالو ته ورکول سوه، په دې کتابونو کي یو هم د اغلې صفیې حلیم (غازي سردار) کتاب و، چي د مهمند صاحب په همکارۍ تر کندهاره راورسېد، له مهمند خپرندويي ټولني او صفیې حلیم خور څخه مننه کوو، چي یو ډېر مهم تاریخي کتاب ئې د سیمینار ګډونوالو ته وړیا راولیږئ.)

د سریزي په توګه: 

المانیانو په اول وار تاریخ ته نوې بڼه ورکړه او د یوه داسي تاریخ د لیکلو لړۍ ئې ونښلول، چي د ولس د ورځني ژوند سره اړه لري، ځکه په دې تاریخونو کي د ولسونو د ورځني ژوند پر یو لړ اړخونو هم خبري کېږي. دا چي نړۍ د پرلپسې بدلونونو له پړاو څخه تېرېږي او تر پخوا زیات خلک د سیاسي ټولنیز او اقتصادي تاریخ په جوړولو کي برخه اخلي، جمهوري ارزښتونه او قدرونه ټینګېږي د تاریخ دایره پراخېږي، یوازي د واکمنانو او امیرانو پر رول د هغوی پر جنګونو او عیاشیو خبري نه کېږي، بلکي د ولسونو د ورځني ژوند اړخونه هم روښانه کوي، چي په دې سره یوازي د واکمن، پاچا، سلطان یا شهنشاء د ژوند کیسې نه پکښي کېږي یا بیانېږي، بلکي د ځینو ګمنامو اتلانو، د جګړو، مبارزو، دردونو، سفرونو، خیالونو او ارمانونو کیسې هم پکي بیانېږي. 

د صفیې حلیم “غازي سردار” کتاب هم داسي یو تاریخ دئ، چي د میوند د فاتح پر ژوند او میراث باندي بحث سره رانغاړي، د میوند فاتح سردارمحمد ایوب خان د امیرشیرعلي خان زوی، د امیردوست محمد خان لمسی او د امیریعقوب خان ورور، چي په دوهم افغان –انګریز جنګ کي ئې په میوند کي انګریزانو ته ماته ورکړه، دا جګړه نه یوازي زموږ په تاریخ کي خاص ځای لري، بلکي انګریزانو ته هم خاص یادګار بلل کېږي. اغلې حلیم د افغان تاریخ پر دې اتل د مستقل کتاب کښلو، د هغه د ژوند ډېر داسي اړخونو راڅرګند کړي دي، چي په ډېرو تاریخونو کي ما نه دي لیدلي. 

د کتاب لنډه معرفي:

غازي سردار(د میوند فاتح، د محمدایوب خان پر ژوند او میراث) باندي اغلې صفیې حلیم داسي یو څېړنیز، تاریخي او اجتماعي اثر کښلی دئ، چي نه یوازي د افغان تاریخ د یو اتل کیسه پکي بیان سوې ده، بلکي د هغه د ژوند، د مبارزو، جګړو، هڅو، هیلو، میرمنو، زامنو، یا هم د هغه د شخصیت، پند، هنر، شوق و ذوق او فکر اړخونه هم پکښي بیان سوي دي. کتاب پر یوولسو فصلونو ویشل سوی دئ: 

۱ـ د غازي ژوند:-

په یاد یا لومړي فصل کي د سردار محمد ایوب غازي د ژوند یاني د ۱۸۵۷ د ژمي د یوې شپې، چي هغه زېږېدلی دئ او بیا تر ۲۲کلنۍ پوري، چي پکښي د ماشومتوب او ځوانۍ کیسه بیان سوې ده، له کورنۍ شجرې تر لومړنۍ مبارزې یوازي سیاسي تاریخ نه، بلکي ټولنیز او هر اړخیر لنډ تاریخ بیانوي. 

۲ـ هرات:-

په دې برخه کي اغلې د سردارمحمدایوب خان د لومړنۍ مبارزې په تکل د مشاورینو، پلانونو، انګریزانو سره د افغان انګلیس دوهم جنګ، چي د ۱۸۷۹م کال پیلېږي، د هرات د پښتنو، مبارزو او د له هرات څخه تر ګریشک پوري رارسېدو یو جالبه برخه څېړي. 

۳ـ میوند:-

د میوند د تاریخي جګړې ۱۸۸۰م کال یو داسي تفصیلي تاریخ څېړل سوی دئ، چي په جګړه کي د ساحو نومونه، د جګړې تاکتیکونه، د وسلو او جنګیالو ارقام، شهیدان، ټپیان او انګریزان داسي دقیق او ځیني پکي نوي ټکي هم ول، چي ممکن د لیکوالي ماخذونه چي ورڅخه استفاده کړې ده، بهرني او په پښتو کي نوي ول. په دې برخه کي د میوند ترڅنګ د کندهار ښار د(دهخواجې) جګړه هم بیان سوې ده. له همدې دواړو جګړو وروسته د سردارمحمد ایوب سره یو مختاړی (غازي) اضافه کېږي او دا لقب ولس ورکوي.

۴ـ کندهار:- 

کله چي انګریزانو د افغانستان څخه خپل پوځ یستلو، خو په کندهار کي تر۱۸۸۱م پوري بریتانوي افسران پاته ول، په دې برخه کي د کندهار د والي شیرعلي خان، د انګریز کرنل او لیور سینټ جان، غازي سردارمحمدایوب، عبدالله خان ناصري، عمرجان صاحبزاده او د فراه هاشم خان رابطې او د لیکونو کیسې بیان سوي دي، په دې برخه کي کوم لیکونه چي راغلي دي پښتو سوي دي. دې برخه کي تر ۱۸۸۵م پوري مسلسل هر څه بیان سوي دي، د غازي سردار ایوب له وطنه وتل تر فارس(ایران) ته تګ او د انګریزانو پلان بیا په لاندي فصل کي عجب نادري کیسې لري. 

۵ـ فارس (ایران):- 

د بریتانوي استازي ټامسن په پیغام پیلېږي، چي هرات یو تجار یې غازي سردار ایوب ته ور وړي، د غازي سردار ایوب خان یو عجب سیاسي جواب:”بخارا ته تګ دا مانا نه لري، چي هغه د انګریزانو څخه ویرېږي، عبدالرحمن خان ۱۲ کاله د روسانو په خاوره کي پاته سو؛ خو اوس ئې د انګریزانو سره روغه وکړه او بېرته افغانستان ته راغی او دا دی اوس امیر سو.”  په فارس کي د هغه وخت پاچا شاه ناصرالدین قاجار د غازي سردار محمدایوب سره یوه ښه دوستانه پیل کړه، او د خپل زوی په شان ئې نازوئ. په دې برخه کي د انګریزانو قاجار پاچا او غازي سردار ترمنځ ځیني معاهدې، لیکونه او پیغامونه سره تبادله سوي دي، چي ځیني ئې ما په پښتو اول واري په دې کتاب کي ولیدل ممکن د کاتب د کتاب په حواله ئې رااخیستي وي. مهمه برخه دا ده، چي هند په خارجه وزارت کي یوه ځانګړې شعبه(ایوب خان سیاسي ایجنسي) جوړېږي او یوازي دی او د ده کورنۍ او نور غړي تر څار او کنټرول لاندي نیول کېږي. په دې برخه کي چي تاریخ تر ۱۸۸۸م پوري رسېږي همدلته د غازي سردار لومړی زوی سردار عبدالقادر افندي زېږي، چي د لیکوالي بل هدف د کتاب په پای کي سردار عبدالقادر افندي او د هغه کورنۍ هم ده. 

۶ـ راولپنډي:-

غازي سردار له فارس څخه بغداد ته ولاړ او په تېره برخه کي چي نور ئې له انګریزانو سره د دوستۍ تړون وکړ او هغوی ته ئې ډاډ ورکړ، خو انګریزان د خپلي مستعمرې په ساحه کي څوک کنټرول او ښه تعقیبوي، نو په همدې اساس ئې په بغداد کي دوې بېړۍ په کرایه ونیولې د غازي سردار محمدایوب کورنۍ، ټبر او مله ټول چي شاوخوا ۸۱۴ تنه کېږي پکي کښېنستل او مخ د راولپنډۍ پر خوا رهي سوه. په دې برخه کي جالبي برخي لري، لکه څوک چي یو سریال ګوري د ځينو افغانانو لومړی پلا بحر یا سمندر لیدل، د کشتۍ سفر، د ښځینه وو یا بنو ناندرۍ به مو پام در په بله کړي. مطلب کراچي ته د غازي سردار تګ او د انګریزانو د خزانې خوله د غازي سردار پر وړاندي خلاصه نیول، غازي سردار ته د جلالتماب خطاب کول، په ځینو مسایلو کي د انګریزانو له لوري د غازي سردار غوښتني منل، هغه څه دي، چي څوک ئې په نورو تاریخونو کي نسي پلټلای، د اغلې حلیم د دغه تاریخ یوه ځانګړنه همدا ده، چي په د یوه کس، د شخصیت، د فکر، د غوښتنو، ذوقونو او د ورځني ژوند کیسې و روایتونه په مستند ډول بیانوي. په دې برخه کي د غازي سردار تاریخ له ۱۸۸۸م تر ۱۸۹۵م پوري رسېږي. 

۷ـ کشمیر:- 

په دې اووم فصل کي د غازي سردار د زوي خیښي، کورنۍ کیسې و معاملې، د ده پر ښکار، سیاحت، سفرونو خاص میلمستیاوو، د کشمیر راجا پرتاب سینګ لیدلو، د انګلستان ملکې وکټوریا مبارکي، د شاه قاجار مړینه او د غازي سردار خپګان باندي بحث لري، جالب ټکي دا دي، چي هغه وخت هم داسي مشرانو او اتلانو د انګریزانو پر تعلیمي سمسټم باور نه درلود او ویل به ئې: زما زامن به فقر کوي، خو د دوی سکول ته به نه ځي، ځکه اکثره زامن ئې بې تحصیله پاته سوه، هغه لکه چي یوازي پر طبیبانو باور درلود، د هغه دروني احساسات او افکارو ته سړی هغه وخت متوجې کېږي، چي داسي تاریخونه وګوري، لکه اغلې حلیم چي ئې هڅه کړېده، په همدې وختونو کي په جنوبي افریقان کي هالنډي نژاده کروندګرو په ۱۸۹۹م کي د برتانیې خلاف وسله‌وال جنګ پېل کړ، چي غازي سردار دې ته ډېر لېواله ، چي داسي خبرونه واوري او د انګریز ماته وویني. 

۸ـ لاهور :

شاوخوا ۲۷ کاله وروسته غازي سردار د خپل سکه مشر ورور محمدیعقوب لیک ترلاسه کوي، د امیر یعقوب خان په اړه خو انګریزانو داسي پلان درلد چي هغه قبرص ته ئې جلاوطنه کړي؛ خو د ټبر د غړو شمیر ئې زیات و، نو په مسوري کي ئې ورته یو لوی کور د اوسیدو لپاره ورکړ، د ده زیره د کال درې لکه روپۍ ول؛ خو هلته هم په ارامه نه و؛ نو (ډېره‌دون) ته ولاړئ او هلته ئې مځکه واخیستل او په هغه کي ئې یوه ماڼۍ جوړه کړه، چي کابل هاوس نومېده. په دې برخه کي د وند ټکي دا دي، چي لیکوالي څو کورنۍ او نومونه ذکر کړي دي، چي اوس هم په ډ(ډېره‌دون) کي پاته دي لکه: کله چي امیرحبیب الله خان پر واک کښېنستئ؛ نو دوی ټولو ته ئې عفوه اعلان کړه، چي ځیني بیرته ولاړه او ځیني پاته سوه د امیر یعقوب خان تربرونه چي په (شپږافغاني وروڼه) مشهوره وه، سردار یحیا خان د نادرشاه نیکه او سردار شریف خان زامن، د شریف خان یوه زوی محمدیوسف خان د امیریعقوب خان د لور سره واده کړی ، چي درې زامن ئې وه امین‌الله خان، شیراحمدخان او عبدالقادر خان ول، چي ځیني ئې اوس هم په ډېره‌دون کي پاته دي. د امیریعقوب خان او غازي سردار د کورنۍ د نژدې کېدو او دوستۍ خیښۍ کولو د نورو اړوند کورنیو کیسو جالب ټکي لري، خو دا پکښي جالبه ده، چي غازي سردار لا تمه درلودل، چي یوه ورځ به د افغانستان واکمن،امیر یا هم پاچا سي؛ خو دی خبر نه، چي سیاسي بندیان د خپل واک نه وي، چي په همدې بانو او پلمو یا هم پیسو ډېرېدو به ئې انګریزانو هیڅ باک نه کاوه نور په همدې برخه کي د کتلو وړ ټکي وګورئ! دې برخه کي غازي سردار تر ۴۵ کلنۍ اوړي او تاریخ تر ۱۹۰۳م پوري رسېږي. 

۹ـ جاپان : 

ولي جاپان ته د غازي سردار لېږل مهمه موضوع ده؟ د هند وایسرای لار‌ کرزن د خپلو چارواکو سره مشورې کولې، چي څنګه سردار ایوب خان له افغانستان څخه د تګ مخه ونیسي؟ داسي مشوره وسوه، چي که غازي سردارمحمدایوب خان انګلیستان ته سفر کوي؛ نو دی غواړي د شهزاده په توګه سفر وکړي او د شهزاده کوربه باید د انګلیستان پاچا وي؛ خو په دې سره به امیرحبیب الله خفه او د اندېښنې وړ مسله به وي؛ نو فیصله وسوه، چي غازي سردار جاپان ته واستوي ، همداسي وسوه، چي سردار ایوب خان له هانګ کانګ څخه په یوې جاپانۍ بېړۍ کي ټوکیو ته روان سو، جاپاني چارواکو د سردار ایب خان ډېر درناوی کاوه، له ده سره کرنل هیوم او د بحري ځواک کیپتان ډالمر به هر ځای لکه سیوری ورسره و، او همدغه وخت سردارایوب خان احساس وکړ، چي هیڅ ازاد نه دئ او د انګریزانو په قید کي دئ. په دې برخه کي د امیرحبیب الله سفر پېښور، راولپنډۍ، لاهور، کراچي، بمبۍ او نورو برخو ته او له هغه سره انګریزانو رسمي ناستي او تعهدنامو بحث کېږي. د ۱۹۰۵م کي سردار هاشم خا په کشمیر کي وفات کېږي او د هغه د لور سره د غازي سردار عبدالقادر افندي د واده بحث او بیا د افندي په حواله چي وايي”ماغوښتل انګلیستان ته ولاړ سم او هلته حقوق ولولم، خو پلار مي منع کړم.” هغه خپل پلار نه ملامتوي وايي پلار مي د افغانستان تخت خپل میراث ګڼئ. په دې برخه کي تاریخ ۱۹۱۴م ته رسېږي او د غازي سردار عمر هم شاوخوا ۵۷ ته رسېدونکی دئ، چي د اپریل پر ۷مه عبدالقادر افندي یو څوک له خوبه راکښېنوي، چي پلار دي په حق رسیدلی دئ. جنازې ته خپل ورور محمدیعقوب خان نه راځي او د نوموړي اتل جنازه د الله اکبر په ناره بدرګه کېږي د جنازې لمونځ د لاهور په اسلامیه کالج کي وسو او جنازه ئې د پېښور د وزیرباغ سره نژدې شیخ حبیب زیارت ته یوړل سوه، له دې سره د افغانستان یو اتل او غازي او د میوند فاتح هلته خاورو ته وسپارل سو.

۱۰ـ د غازي سردار مله: 

په دې برخه کي لیکوالي د غازي سردار د زامنو، لوڼو، لمسیانو او په خاص ډول د عبدالقادر افندي اړوند بحث مطرح کوي، چي له دې سره ددې کورنۍ او ورسره د غازي سردار د ورور یعقوب خان او نورو سره د اړیکو خورا سلسله‌واره کورنۍ اړیکي، دوستۍ، خیښۍ، شجرې او نېټې راغلي دي. په دې برخه کي نړۍ‌والي دوهمي جګړې، د وارسا د تړون سره د نورو تړونونو،  غازي سردار محمدایوب خان سکني ورور امیریعقوب خان مړیني ته ښې اشارې سوي دي. 

۱۱ـ پېښور: 

د شیخ حبیب له مقبرې او هدیرې شروع کېږي، شیخ حبیب الله د اوولسمي پېړۍ د مغل پاچا شاه جهان په وخت کي د نقشبندیې طریقې یو مشهور صوفي و، همداسي د څو نورو شیخانو، مشاهیرو، مشهورو کورنیو په خاص ډول د افغاني پاچاهانو د قبیلې/ټبر د غړو نارینه‌وو او ښځینه‌وو نومونه او د نورو کورنیو سره ئې اړیکي لنډي بیان سوي دي، یوه جالبه نقطه پکښي دا ده، چي لیکواله وايي: ” د غازي سردار ایوب خان د قبر هغه ډبرلیکونه چي مات وو، د افغان کونسل خلکو یوړل؛ خو بیا ئې درک معلوم نشو.” یوه بله د خوند خبره پکښي دا ده، چي لیکواله لکه څارنواله کله چي هدیرې یا قبرونو ته ورغلې ده، نو متوجې سوېده، چي د مریم بیګم پر قبر وریژې/ورجي پرتې وې، چي ښايي د هغې خپلوانو کي لا څوک پاته وي، چي دا هم د څېړلو یوه بله داغسي تاریخي څېړنه غواړي. 

۱۲ـ وروستۍ خبري:

په دې وروستۍ برخه کي لیکواله لکه روانشناسه او یا هم د خپلي څېړني د یوې زاويې یاني د غازي سردار د شخصیب اړوند عجبه پایله بیانوي او وايي: ” سردامحمد ایوب خان د مور او پلار له میني محروم هغه اشوم و، چي د ملت د مشرۍ بار ئې ډېره په مېړانه بوړو. هغه ته چي څه ور په برخه شول، په حوصله ئې وزغمل، د تېښتي پر ځای ئې دښمن ته مخامخ ورغلو او د روغې جوړې په وخت جنګ نه ئې ډډه وکړه. … موږ د تاریخي پیښو او شخصیتونو قضاوت په اوسنۍ پوهي او علم نشو کولې،.. هغه یو بااحساس انسان و. دی د خپلو حالاتو لکبله لکه د یو ستوري لږ وخت لپاره وځلیدو. “

یوه اندیښنه او یوه هیله چي لیکواله لري هغه وايي: ” دغازي سردارمحمد ایوب لباس، توه او نور ثار ولیدل، چي غوښتل ئې دا د افغانستان ملي میوزیم ته وسپاي؛ خو وېرېدل چي هلته به غلا شي.” په وروسته کي د یو البم په شان له غازي سردارمحمد ایوب خان څخه نیولې تر لمسیانو پوري د عکسونو یو البم او د هغه د اثارو انځورونه منظم ایښودل سوي دي. یو خوندور وضاحت چي د غازي سردارمحمد ایوب خان او د هغه د ورور سردار عبدالرحمن خان د عکسونو اړوند وضاحت دئ، چي ډېرو د سردار عبدالرحمن خان انځور د میوند فاتح یاني غازي سردار محمد ایوب بلئ. 

د لیکني پایله:

تاریخي یادګارونه د تېرمهال ښط نخښي دي، په دغه تاریخي یادګارونو کي ودانۍ، مجسمې، لوښي، زېورات، نوادرات، جامې او هر ډول آلې راځي. په اصل کي د داسي شیانو په کتلو سره د تېرمهال د ستروالي احساس کېږي، د زړو ودانیو او شیاو له لاري د تخیل په مرسته تېر مهال د انسان په مغزو کي راژوندی سي. د لیکوالي خورا دقیق ځېراکت او د تاریخي موضوعاتو په لړ کي داسي یو جانانه موضوع انتخاب کړېده، چي اکثریت وختونو به له چاسره دا سوال پيدا و، چي زموږ د اتلانو، غازیانو او پاچاهانو پاته شوني/نسل او کورنۍ څه سوې او څوک- و څوک پاته دي او چیري دي، په دې تاریخي کتاب حداقل د میوند د فاتح او د هغه د میراثونو اړوند څو سوالونه جواب کړل سوه. د داسي نورو هڅو په هیله؛ دا کتاب سړی هڅوي، چي د خپلو نورو اتلانو، پاچاهانو او نور اړوند مشهورو کورنیو اړوند څېړني وکړي؛ خو دا کار، مسؤلیت او رسالت د ټول افغان روشنفکرانو ته بویه یوه اشاره او بهترینه سوژه ده. بل لوري ته سړی داسي یوې نقطې ته رسېږي، چي د میوند د فاتح غازي سردار جګړه چي د انګریزانو پر وړاندي وه او په سلګونو نه بلکي زرګونو ته رسېدله، څنګه یو څو کاله وروسته د همهغه انګریزانو سره پر یوه میز او چوکۍ کبابونه او خوراکونه خوړل کېده او د ښکار و منظرې کیسې و تماشې سره ګډي کېدلې؟ تاریخ عجب په زړه‌پوري سي، چي تاته هم د پند کیسه کوي او هم د خوند؛ له دې څخه داسي مالومیږي، چي په معاصر تاریخ کي ځیني جګړې او ځیني کیسې د واک، قدرت او سلطنت لپاره وې/دي نژدې مثالونه ئې خورا نور او ډېر لرو خو دا به څو کاله وروسته څېړو چي څنګه زرګونه شهیدان، کونډي، یتیمان او د هغوی کورنۍ له حافظې ووځي خو هيڅکله د تاریخ له حافظې نه وځي. 

په تاریخ کي ځینو ته د خرڅ، ډالۍ او د زېرې او یا هم بستو په نوم څه ورکول بې څه او بې پلانه نه وي، تر شاه ئې دغسي معاملې، کیسې او معاهدې لري، چي سړی ئې په لوستلو او لیکلو شرمېږي؛ خو ذ هغوی دا هیر دي، چي خپلي کورنۍ یا نسل ته د پېغور درانه-درانه ثبوتونه او یاداښتونه به تاریخ څنګه هیر کړي- دلته دم او قدم دواړه په حساب دي. اغلې صفیې حلیم خور مننه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...