پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامریکا له افغانستان سره د ۲۸۰ میلیون ډالرو بشري مرسته وکړه

امریکا له افغانستان سره د ۲۸۰ میلیون ډالرو بشري مرسته وکړه

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۴ مه) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحدو ایالتونو له افغانستان سره ۲۸۰ میلیون ډالره بشري مرستې کړې ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې نن ـ(چهارشنبې د اګست ۱۴ مه) وویل، دا مرستې به پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او ښځو په درملنې وکارول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)) په یوه بیان کې ویلي چې له افغانستان سره د متحدو ایالتونو له دې مرستې سره به له درې میلیونو څخه ډیر خلک خواړه ترلاسه کړي او د ۹۰۰ زره خوارځواکو ماشومانو او ښځو درملنه به وکړي.

د دغه سازمان په وینا، د دې پیسو په مرسته به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري خدمتونه فعال پاتې شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مشر، هسیایو وي لي وویل، “په تېرو دوو کلونو کې بشري مرستو میلیونونه افغانان د کاختۍ له درشله وایستل، او موږ اوس د خوړو د امنیت په عمومي وضعیت کې د ښه والي شاهدان یوو.”

خو په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ټینګار وکړ چې په هېواد کې پرمختګ “ماتېدونکی” پاتې دی او که چېرې ډېرو زیانګالو خلکو ته مرستې ونه رسیږي، وضعیت به بدل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په ډېرو سیمو کې د خوارځواکۍ پېښې هم ثبت شوې دي.

پرون د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې، اوچا ویلي و چې دوی د افغانانو لپاره سږ کال د ۳ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه خو یوازې یې ۲۵ سلنه مرسته شوې ده.

په همدې حال کې د ملګروملتو ادارې وايي چې ۲۳ میلیونه افغانان په مرستو متکي دي.

د امریکا ځانګړي سرمفتش په وروستي راپور کې ویلي و چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته امریکا له افغانستان یا افغانانو سره ۲۱ میلیارد ډالره مرسته کړې چې لویه برخه یې د افغانانو پر ایستلو او بیا ځای پر ځای کولو لګېدلې ده. لا هم امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی هیواد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب