جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسیاف له طالبانو وغوښتل چې له خپلو مخالفانو سره تفاهم وکړي

سیاف له طالبانو وغوښتل چې له خپلو مخالفانو سره تفاهم وکړي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۴ مه) پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف طالبانو ته مشوره ورکړه چې “له اپوزیسیون سره د خبرو اترو او تفاهم او د خلکو رایو ته د مراجعې له لارې” د افغانستان ستونزې حل کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې که د افغانستان ستونزه په بل ډول حل شي، طالبان به په هیواد کې پښو اېښودو ځای ونه لري.

د جمهوریت د رانسکورېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې، ښاغلي سیاف وویل چې د افغانستان پخوانی رژیم “د دسیسې او شرموونکي جوړجاړي په پایله کې سقوط وکړ.”

ښاغلی سیاف، چې د ملی مقاومت د عالي شورا غړی هم دی، په افغانستان کې د بشري حقونو کمزوری وضعیت، له زده کړې او کار څخه د ښځو محرومیت او د دولتي زیربناوو له منځه وړلو ته په اشارې وویل چې د افغانستان پر خلکو اوسنی ظلم د اسلام په نوم کیږي، او “اسلام ته د دې ډول ځورونو منسوبول نه بخښل کېدونکی جنایت دی.”

د مقاومت د عالی شورا دغه غړي له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان ستونزه د خبرو اترو او له مخالفانو سره د تفاهم له لارې حل کړي.

هغه وویل، “که چېرې ستونزه له بلې خوا څخه راشي، چې راتلونکې ده هم، بیا به نو هغوی (طالبان) په افغانستان کې د پېښې ځای ونه لري.”

سیاف نه دي ویلي چې د چا له خوا د حل د تپلو هڅه کېږي. ظاهراً طالبان د ځان په وړاندې کوم مقاومت نه ویني او داسي ښکاری چې ګاونډي هیوادونه هم په افغانستان کې نورو جګړو ته لېوالتیا نه لري. ځکه چې اوس هم د کډوالو د زیات شمېر له کبله ځان په ستونزو کې ویني.

2 COMMENTS

  1. یو وهابی غل چورکوونکۍ غلام د پنجابیو غلامانو څخه نورو چورکونکیو غلو غلامانو ( اوپوزیڅیون غلو چورکوونکیو ) سره د تفاهم هیله کوی تاسو ملی خائینین د پنجابیو چړیانو په شان نه مسلمانان یاستۍ او نه افغانان ، تاسی خائینین د کمونیستانو خائینینو په شان د ملت له خوا به ژر تر ژره ورټل شۍ !!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب