جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحقاني: فلسطینیان به هم موږ غوندې خپل بریالیتوب لکه اختر ونمانځي

حقاني: فلسطینیان به هم موږ غوندې خپل بریالیتوب لکه اختر ونمانځي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۴ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، نن په بګرام هوايي ډګر کې هغو مراسمو ته د وینا پر مهال، چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ د درېیمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه، وویل د فلسطین ورونه به هم د طالبانو په څېر د خپل بریالیتوب اختر ونمانځي.

هغه، دغه راز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له اوسني فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره دې، له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.

طالبانو پر بګرام هوایي ډګر سربېره په ګڼو ولایتونو کې هم د خپلې بیا واکمنۍ کلیزه ونمانځله او خپله بیا واکمني یې د افغانستان د ازادۍ مدعي وګڼله.

له دې سره، د طالبانو منتقدانو د دوی بیا واکمني او په افغانستان کې د جمهوري نظام سقوط توره او له غمیزې ډکه ورځ یاده کړه.

1 COMMENT

  1. هغه خو جنګیږي تاسي خو د قطر د ډالرو له برکته بریالي سولاست. د کباړي زویه کومه بریا ! سي درون د په سر ګرزي او ته په غار ننوزې او د پنجابي الوتکې درباندي الوتنې کوي ! که د کافرستان الوتکې افغانستان د تاسي سوډرانو له برکته خپله سوبه ګڼي ؟ الله جلاالله مو تباه کړه 🤲☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب