جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو په ۳ کلنه واکمنۍ کې د ۱۴۱ خبریالانو د نیول...

د طالبانو په ۳ کلنه واکمنۍ کې د ۱۴۱ خبریالانو د نیول کیدو ادعا

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۵ مه) د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال دوی ۱۴۱ خبریالان نیولي.

یادې ټولنې د طالبانو رژیم د بیان ازادۍ او خبریالانو ځپونکی ګڼلی او په دې اړه یې ادعا شوي اقدامات غندلي دي.

په راپور کې د طالبانو له زندانونو د خوشې شویو یو شمېر خبریالانو نقل قولونه د هغوی له نومونو سره ذکر شوي، چې دوی پکې د طالبانو استخبارات په ناوړه چلند تورن کړي.

د خالد قادري او مرتضی بهبودي په نوم دغه افغان خبریالان اوس له هېواده بهر دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په راپور کې دا هم راغلي، چې طالبان تر ډېره له بهر مېشتو رسنیو سره پر دندو بوختو افغان خبریالانو سره ډېر ناوړه چلند کوي.

طالبانو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې خبریالانو سره د ناوړه چلند او د بیان ازادۍ ضد اقدامات رد کړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان نږدې نیمایي رسنۍ له فعالیته پاتې شوي او سلګونه خبریالان له هېواده وتلي.

طالبان بیا د رسنیو د فعالیت دریدو او خبریالانو د بهر ته تلو موضوعات له اقتصادي ستونزو سره تړلي بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب