جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپښتین: طالبان زموږ د فیسبوکي ملاتړ له امله هم خلک زنداني کوي

پښتین: طالبان زموږ د فیسبوکي ملاتړ له امله هم خلک زنداني کوي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۵ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم څخه ګیله وکړه، چې ان د دغه غورځنګ فیسبوکي ملاتړ کوونکي هم بندیانوي.

هغه په یوه تازه مرکه کې وویل، طالبان د فلسطین د مسلمانانو د خواخوږۍ لپاره اعتراضونو ته اجازه ورکوي، خو  د پاکستان له ظلم سره د مخامخو پښتنو ملاتړ ته څوک نه پریږدي.

د ده په وینا، له کله نه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، له هغه وخته په افغانستان کې د دوی ملاتړي منع شوي او څوک لږ ترلږه د دوی په ملاتړ د څه لیکلو اجازه هم نه لري.

ښاغلي پښتین له فلسطیني مسلمانانو څخه ملاتړ وستایه، خو ویې ویل چې پښتانه خو یو وینه او وجود دي، هم د اسلام او هم یوې وینې او وجود لپاره ورڅخه اخلاقي ملاتړ ته باید خلک پرېښودل شي.

طالبانو د ښاغلي پښتین څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

څه موده مخکې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونوکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي ګیله من وزیر له شهادت وروسته د هغه د غیابي جنازې د فعالانو د نیول کیدو خبرونه ورکړل شوي وو.

د طالبانو ملاتړي دوی په دې برخه کې د پاکستان په لاسپوڅي توب تورنوي، خو طالبان دا تورونه بې اساسه ګڼي.

4 COMMENTS

  1. پښتنو ته پرته له ژړا بل شی نلرم چه ووایم، غربی اروپا موږ یې تباه کړلو!

  2. سلام کاسی ساب! الله دې جوړ روغ لره!
    زما په فکر غربي اروپا خو څه کوي څه پریژدي، لکه لاریونونه او اعلامیی!!!
    اصل دښمنان انګیزان-امریکونیان او د دوی هرموني پنجابي-سندهي-کشمیري نا انسانه، نامسلمانه او یو څو هم لڼډغر او جاسوس ګلخاني کرنیل مرنیلان دي چې د یوڅو مردارو کالدارو لپاره ېې د بلوڅانو ،پښتنو او افغانانو پر حقه حقونو خیټېې اچولي او وژنې ؛دهشتګردۍ او چهار عیوب شرعي او مدني کوي!!
    هوکې مشره کاسی ساب! ستاسو خبره پر پشتنو ژړا پکار ده ؛ د تاریخ په اوژدو کښې دومره نه و ځپل سوي او د تورلینګیو ملیشو او جاسوسانو له خوا نه وو رټل او سپک سوي!!.لعنت دې پر انور هق ګکړ هم وي او امثالهم…

  3. ياره تاسي دواړه له ښاغلي منظور ساب سره ماته جوړ اوسي
    دا انور هق يو ځلي د تالبانو په تيره دوره کي المان ته راغلي وو ويل يي چي ماته يو مليونه يورو راکړه زه له خپل ګوند قدرت رسوم. اخر کي د پيسو سپي د نظار له غلو سره ملګري شو.
    دومره خيانت چي افغانانو په خپله ضعيف نفسي د پيسو په مقابل له افغانستان سره ګړي انګريزانو هم نه ده ځکه انګريزانو ، پنجتاپيانو او روسانو ……… تل داسي خلک لکه انور هق په افغانستان کي پيدا کړي چي شومو اهدافوته ورسيږي.

  4. د پورته لیکنی وروستۍ دوې کرښی د اصلاح وړ دی.
    ( د طالبانو د مخالفینو پر ځای د طالبانو ملاتړی لیکل سوی دی ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب