جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران په عقلي - عصبي ناروغۍ اخته افغان اعدام کړ

ایران په عقلي – عصبي ناروغۍ اخته افغان اعدام کړ

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۵ مه) د د ایران د کرمان ولایت د رفسنجان په مرکزي زندان کې یو افغان له ذهني پلوه معزور و، اعدام شو.

دا زنداني چې نوم یې نه دی افشا شوی، په دې تور په اعدام محکوم شو چې «د خدای په وړاندې یې د جنګ» اعلان کړی و.

د ایران د دولتي خري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، دغه کس دوه کاله مخکې د لسو تنو، ۶ افغانانو او ۴ ځايي اوسیدونکو (د رفسنجان اوسیدونکو) په وژلو کې مجرم پېژندل شوی و.

د ایران د بشري حقونو د جلا وطنه سازمان هنه ګاو پر اساس، له سختو عقلي- عصبي اختلالاتو سره سره، چارواکو هغه ته د اعدام سزا ورکړه.

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، ایران په تېرو اتو کلونو کې د اعدام تر زیاتې سزاوې ورکړي دي. دغه هیواد یوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۸۵۳ کسان اعدام کړي دي.

راپور په ګوته کوي چې ۴۸۱ اعدامونه، تر نیمايي ډېر، د مخدره توکو په جرمونو پورې اړوند دي.

دا د ۲۰۲۲ پرتله د اعدام په سزا کې ۸۹ سلنه زیاتوالی ښیي، کله چې ۲۵۵ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب