جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهساینسپوهانو داسي درمل وموندل چې وینه غوماشو ته زهرجنوي

ساینسپوهانو داسي درمل وموندل چې وینه غوماشو ته زهرجنوي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۸ مه) یوې څېړنې موندلې چې د هغو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، چې د حشراتو له لارې انتقالېږي، یوه لاره دا ده چې د انسانانو او حیواناتو وینه د دغو وینه څښونکو حشراتو لپاره زهرجنه شي.

څېړونکو موندلې چې یو درمل، چې عموماً د نادرو ناروغیو لپاره تجویزېږي، د انسان وینه د غوماشي لپارهزهرجنولی شي. دا موندنه د ملریا او ورته ناروغیو د کنټرول لپاره یو نوی احتمال وړاندې کوي.

هغوی د “نیتیسینون” (Nitisinone) نومي درملو تجربه وکړه، چې عموماً هغو کسانو ته ورکول کېږي چې نادره ارثي ناروغي لري، چې د ځانګړو امینو اسیدونو د بشپړې تجزیې مخه نیسي.

دا درمل د یو انزایم مخنیوی کوي، څو په بدن کې د ناروغیو زیان رسوونکي مواد زیات نه شي. څېړنې ښيي، کله چې غوماشې د نیتیسینون لرونکې وینه څښي، دا درمل د دوی په بدن کې هم دغه انزایم بندوي، چې د وینې د هضم مخه نیسي او هغوی ژر مړه کوي. د دې موندنې پایلې په Science Translational Medicine مجله کې خپرې شوې دي.

د امریکا د نوترې ډېم پوهنتون د څېړنو همکار پروفیسر، لي آر هېنز، وايي:
«د حشراتو له لارې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي یوه لاره دا ده چې د انسانانو او حیواناتو وینه دغو وینه څښونکو حشراتو ته زهرجنه شي.»

هغه زیاتوي:«زموږ موندنې وړاندیز کوي چې د نیتیسینون کارول کېدای شي د ملریا په څېر د حشرو له لارې د انتقالېدونکو ناروغیو د کنټرول لپاره یو نوی تکمیلي حل وي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب